د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم کې د محصول نوی نظام ډېرې ستونزې لري


د خیبر ایجنسۍ د تورخم کسټم کلیرنګ کارکونکي او سوداګر وایي د محصول نوي نظام له وجې ورته ډېرې ستونزې دي.

دوی نن له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د پاکستان کسټم څانګې لخوا ورته د درامداتو او برامداتو د محصول لپاره کوم نوی نظام لګول شوی نو هغه د بجلۍ او انټر نیټ د کمزوري سهولت له امله په سمه توګه کار نه کوي او د ګاډو په کلیرولو يا د ګمرک اخېستو وروسته د اجازتنامو په ترلاسه کولو کې ډېر وخت لګېږي.

سوداګر وايي له مالونو ډک په سلګونه ګاډي يې د خپلو اسنادو کلیرولو په انتظار ولاړ دي او اکثره وخت پکې خوراکي توکي لکه سبزي او تازه میوې خرابې شي.

په تورخم کې د کسټم کلیرنګ ایجنټس اتحادیې یو مشر مجیب خان وایی پخوا به يې هره ور ځ شا وخوا ۳۰۰ ګاډي کلیرول خو اوس دغه شمېره له ۴۰ تر ۵۰ ګاډیو پورې راکښته شوې ده.

بلخواد تورخم کسټم هاوس چارواکیو مشال راډيو ته ويلي دي چې د انټر سهولت به ښه کړل شي او د نوي نظام په اړه به د کسټم کارونکیو ته روزنه هم ورکړي.

XS
SM
MD
LG