د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د هدفي وژنو پرضد د هزاره ګانو پرلت دوام لري


فایل تصویر: په کوټه کې د هدفي وژنو پرضد په ۲۰۱۵ز کال کې هم هزهره ګانو پرلت کړی وو.
فایل تصویر: په کوټه کې د هدفي وژنو پرضد په ۲۰۱۵ز کال کې هم هزهره ګانو پرلت کړی وو.

د کوټې په علمدار سړک د هزاره ګانو پرلت نن په شپږمه ورځ هم روان دی. دوی له حکومته غوښتي چې د دوی هدفي وژنه دې بنده کړل شي او زمه وارو کسانو ته دې سخته سزا ورکړل شي.

د شورو پر ورځ له مشال راډيو سره په خبرو کې د دې احتجاجي پرلت يوې مشرې جليله حېدر وويل: ''زموږ د نننۍ دهرنې هدف دا دی چې تيره ورځ په کوټهکې د هزاره قبيلي پر ټيکسي ډرايور ډزې شوې وې او دا لړۍ له ډېر وخت راهيسې روانه ده. زموږ دا پرلت د امن لپاره دی. موږ له رياست خپه يو ځکه چې موږ دا اميد له لاسه ورکړی چې ګينې حکومت به موږ ته تحفظ راکړي.''

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې ورځې راهيسې په بلوچستان کې په بيلابيلو وسلوال هدفي بريدونو کې د هزاره ټولنې دوه وګړي وژل شوي او اته ژوبل شوي. د حملو زمه واري تر اوسه چا نده منلې خو تر دې وړاندې چې پر هزاره توکمه شیيعه‌ګانو په کوټه او د بلوچستان په نورو سيمو کې په لسګونه بريدونه شوي، زمه واري يې زياتره سني مسلکه وسله ‌والې ډلې لشکر جنګوي منلې.

په علمدار سړک روانې د هزاره ګانو د دهرنې مشره جليله حېدر وايي چې تر دې دمه یې هيڅ څوک پوښتنې ته ندي راغلي: ''هيڅ يو حکومتي چارواکي راسره تر اوسه رابطه نده کړې. کېدای شي چې اوس ترڅو په زرګونه شمير کې خلک نه وي وژل شوي نو تر هغو به يې څوک پوښتنې ته نه ورځي. زموږ هېڅ مطالبه نشته صرف دا وايو چې موږ ته د ژوند کولو حق راکړئ.''

موږ هم هڅه وکړه چې په دې لړ کې له چارواکو سره خبرې وکړو خو بریالي نه شو. ياده دې وي چې په بلوچستان کې په تېرو کلونو کې هم پر اهل تشیع هزاره ګانو په وسله والو بریدونو کې سلګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي. چې بيا يې وروسته دوی له مظاهرو سره سره اوږدې احتجاجي ناستې هم کړې دي او حکومتي چارواکو يې د امنيت يقيني کولو باور ورکړی او په دې لړ کې يې ځېنې ګامونه هم پورته کړي دي.

XS
SM
MD
LG