د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان ډاکټران: که مو غوښتنې و نه منل شي کاربندیز کوو


د بلوچستان ډاکټرانو اتحادیې حکومت ته دړکه کړې، که د دوی غوښتنې ونه منل شي نو به دوی په ټوله صوبه کې پر کاربندیز لاس پورې کړي.

د ډاکټرانو په وینا دوی له څلور اونیو را په دې خوا پر احتجاج ناست دي خو حکومت هېڅ پاملرنه نه دې کړې.

دا خبره د ډاکټرانو د اتحادیې مشر ډاکټر یاسر خوستي بېګاه ماښام د کوټې په سول روغتون کې د پیرا میډیکل سټاف په احتجاجي کېمپ کې یوه خبري کانفرنس ته وکړه چېرته چې له تېرو ۲۸ ورځو راهیسې د پیرا میډیکل سټاف کارکونکي پر احتجاج ناست دي.

ډاکټر یاسر خوستي وايي: "د مارچ میاستې په ۱۶مه نېټه په بلوچستان اسمبلۍ کې د حزب اختلاف د مشر عبدالرحیم زیارتوال په مشرتابه کې له ډاکټرانو سره د لیدو پر مهال تسلي ورکړې وه چې د اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو له هنده و پاکستان ته له ستنېدو سره سم به د دوی غوښتنې عملي شي. خو تر اوسه څه نه دي شوي."

نوموړي وویل: "هغه ډاکټران چې کار نه کوي د هغو پرضد حکومت ګامونه پورته کړي دي."

د ډاکټرانو د کاربندیز په اړه حکومتي چارواکو لا تراوسه څه غبرګون نه دی ښودلي.

د بلوچستان اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو د رواني میاستي په درېمه نېټه په سول روغتون کې د ټراما سنټر ناڅاپه دوره کړې او هلته یې د ناروغانو لپاره د دوایانو د نشتوالي او پر ناپاکۍ سخته خواشنې ښودلې وه.

پر دې مهال اعلا وزیر خبریالانو ته وویل چې صوبايي حکومت د روغتیا په څانګه کې په اربو روپۍ لګويي خو بیا هم په روغتونونو کې د ولس لپاره اسانتیاوې نه ښکاره کېږي.

XS
SM
MD
LG