د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار پوهنتون د زراعت او وترنري پوهنځيو محصلینو د خپلو څېړنو نتيجې د يوه نندارتون په شکل وړاندې کړې.

د يادو پوهنځيو محصلین خوشاله وو چې څېړنې يې له اړتیا سره سمې تر سره کړې وې.
د ننګرهار پوهنتون د کرنې او وترنرۍ پوهنځيو محصلینو د څېړنو د پايلو دا يو ورځني نندارتون د سېشنبې په ورځ د وترنرۍ پوهنځي په انګړ تر سره شو، چې په سلګونو محصلینو او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د خصوصي سکتور ګڼو استازو يې ننداره وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رييس پوهنوال ببرک مياخيل د نندارتون د پرانستې پر مهال خبريالانو ته وويل:
د کرنې او مالدارۍ په برخه کې چې محصلینو کومې څېړنې کړي، د سیمې د هېوادونو په کچ دي.

(( زه په دې باوري یم چې دا کوم ریسرچونه ( څېړنې) چې تاسو دلته ګورئ، دا د سيمې په کچه ریسرچونه دي. دغه هر ریسرچ د کتاب په شکل لیکل شوی او خلاصه يې په يوه بینر کې وړاندې شوې، دا هغه معیاري ریسرچ دی چې په حقیقي مانا باندې هغه ويلیډټي ( معياري تخنيکي وسایل) ريليابلټي ( مثبته پایله) ولري.))

رحمت الله همتزی چې د وترنرۍ پوهنځي د پينځم ټولګي محصل دی، د پسونو د ځيګر د ناروغۍ په عواملو يې څېړنې بشپړې کړي دي. نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

(( ما چې کوم تحقیق کړی، هغه د پسونو د وینې په پاراميترونو باندې د ځيګر د چینجي تاثرات دي. د معالعې پایله دا شوله چې د ځيګر د چینجي ناروغۍ د وینې د پاراميترونو له جملې څخه په ار، بي، سي او ایچ باندې منفي تاثیر لري او برعکس د سپینو کرویاتو ياني ډبليو، بي، سي د زیاتوالي باعث ګرځي.))

​دا چې د څېړنيزو د پايلو نندارتونونه د محصلینو تر څنګ بزګرانو او مالدارانو ته څومره ګټور پريوځي، دا پوښتنه د ننګرهار د کرنې پوهنځي رييس سيداجان عتیق عبدیاني دا رنګه ځوابوي:

(( د دغې محصلینو د پروژو له لارې چې ټولنې او خلکو ته ورکول کېږي، نور محصلین چې په ټيټو ټولګیو کې زده کړې کوي، دې ته هڅېدلي وي چې په راتلونکي کې دا رنګه څېړنې تر سره کړي او بل دا چې کومې ستونزې چې بزګرانو او مالدارانو ته پرتې دي، هغو ته به د حل لارې چارې په کې ولټول شي.))

د وترنرۍ پوهنځي د لومړي کال محصل وحيد احمد وايي چې له نندارتون په کتلو سره ورته دا فکر پیدا شو چې دی هم ورته څېړنې وکړي او خپلو بزګرانو او مالدارانو سره مرسته وکړي:

(( موږ هم د دې پوهنځي محصلین یوو، هڅه به وکړو چې له دوی څخه ښه تحقیقات وکړو او هغه بزګران چې په ساحو کې کار کوي، د هغوی لپاره ښه خدمت وکړای شي.))

د ننګرهار پوهنتون د ریاست چارواکي وايي چې دوی په پام کې لري چې له سیاینسي علومو نه پرته د ټولنيزو علومو په برخه کې د محصلینو د لاسته راوړنو او څېړنو د پایلو نندارتونونه هم جوړ کړي.

د یادولو ده چې په نندارتون کې بېلابېلو خصوصي شرکتونو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې خپل تولیدات هم نندارې ته وړاندې کړي وو.

بازمحمد عابد مشال راډيو جلال اباد

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

له خانپور ډیم سره نېږدې د اختر مېلې روانې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:05 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG