د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملي مسلم لیګ ترهګر ګرځول به د امریکا او پاکستان اړیکې اغېزمنې کړي؟


حافظ سعید
حافظ سعید

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیې اېلس وېلز په تېره اونۍ کې پاکستان ته سفر کړی وو او هلته یې د پاکستان له حکومتي او پوځي چارواکو سره یې لیده کاته وکړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې دوي له اېلس وېلز سره د شریکو ګټو پر ټولو موضوعاتو ګټورې خبرې کړې دي.

خو تر هغه یوازې دوې ورځې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د حافظ سعید له خوا اعلان شوی ملي مسلم لیګ ګوند ترهګره ډله ګرځولې ده.

اوس پوښتنه دا ده چې د امریکا له خوا دا ګام به یې له پاکستان سره پر وار له مخه کړکېچنو اړیکو څه اغېز وکړي او که نه؟

د امنیتي او سیاسي چارو کارپوه برېګېډیر سعد محمد خان وايي ، د امریکا له خوا د داسې ګام پورته کېده وار له مخه څرګند وو او امریکا به بیا هم ښايي داسې ګامونه پورته کړي.

ده وویل فکر نه کوي چې دا مسله به د پاکستان او امریکا د اړیکو د ښه کولو لپاره پر روانو هڅو منفي اغېز وکړي.

د سیاسي چارو بل کارپوه او د پاکستان پخوانی سفارتکار ایاز وزیر وايي ، د پاکستان او امریکا اړیکې په داسې یو حالت کې دي چې ښې هم دي او ښې هم نه دي.

د ده په وینا ، دا ځکه چېیو پلو یې لیده کاته روان دي او بل پلو د امریکا له خوا داسې ګامونه پورته کېږي لکه د اقتصادي بندیزنو هڅه او د ملي مسلم لیګ ترهګره ډله ګرځول.

ایاز وزیر وویل ، د پاکستان او امریکا ښې اړیکې د دواړو هیوادونو په ګټه دي ځکه چې که امریکا د نړۍ ستر قوت دی نو بل پلو پاکستان هم په سیمه کې ځان ته یو مقام لري او د افغانستان په مسله کې مهم ارزښت لري.

امریکا د اپرېل پر دویمه نېټه د لښکر طیبه د پخواني مشر حافط سعید ملي مسلم او تحریک ازادي کشمیر ترهګرې ډلې وګرځولې.

د پاکستان د اتنخاباتو کمېشن هم حافظ سعید ته ویلي چې لومړی دې د پاکستان له کورنیو چارو وزارت څخه اجازت واخلي او بیا به یې ګوند رجسټر کړل شي.

XS
SM
MD
LG