د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د سيمه ييزو شوراګانو د چارو د سمون رياست، د ختيځو ولایتونو د ولایتي شوراګانو استازي د اړوندو دولتي ادارو مسوولینو ته جلال اباد ته د يوه ورځيني سيمينار په ترڅ کې د سیمه ييزو شوراګانو د قانون د مسودې لپاره د هغوی مشورې او نظریات راټول کړل.

دا سيمينار چې سېشنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې تر سره شو، پر ننګرهار سربېره په کې د کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو د شوراګانو استازو او د اړوندو دولتي ادارو مسوولينو برخه اخيستې وه.

د سيمه ييزو شوراګانو د چارو د سمون رييس سید احمد خاموش په خپله پرانستونکي وينا کې وویل چې په دې سيمينار کې به د سيمه يیزو شوراګانو د قانون د مسودې لپاره مشورې او نظریات راټولوي او د قانون برخه به يې ګرځوي:

(( په دې يو ورځینۍ غونډه کې به د سيمه ييزو شوراګانو د قانون د تصویب په اړه د ختیځ زون د دولتي ادارو، ولایتي شوراګانو مدني ټولنو او د نظر د خاوندانو نظرونه به راټولوي او له مطالعې وروسته به ترې په یاد قانون کې استفاده وشي.))

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل تمه څرګنده کړه چې د مشورو او نظریاتو په راټولو سره به د شوراګانو د قانون مسوده په بشپړه توګه مکمله شي:

(( زه باور لرم چې هم به د ولایتي شورا د وکيل صاحبانو او هم به د هغوی اړوند ادارو مسوولینو چې په دې برخه کې د نظر خاوندان دي، د دوی نظریات راټول شي او د يوه ښه، غني او بډایه قانون په جوړولو دوی بريالي شي.))

د ننګرهار د ولایتي شورا رييس احمد علي حضرت وويل، کله چې هم دوی د خلکو د ستونزو اړوند راپورونه مرکز ته لېږلي مثتب ځواب يې نه دی تر لاسه کړی خو د شوراګانو د قانون له تصویب نه وروسته به دوی په دې وتوانېږي چې مرکز يې غوښتنو ته ځواب ووايي:

(( د ولایتي شوراګانو او ولسواليو شوراګانو وظیفه د خلکو ستونزې رسول او اعتراض کول دي. موږ چې کله اعتراض کوو، نو بیا موږ د سوال لاندې راځو او بل غټ مشکل دا دی چې موږ کله خپل راپور مرکز ته لېږو، نو هغوی ورته په هغه نظر نه ګوري څنګه چې يې په کتاب کې ليکلي دي.))

د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکي ادارې د شوراګانو د سمون د چارو رياست چارواکي وايي چې دوی به په دې اړه د افغانستان په نورو زونونو کې هم ورته سيمينارونه جوړوي او مخکې له دې چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو لپاره ټاکنې تر سره شي، د شوراګانو قانون جوړ او د توشیح کړي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

سوات کې د شخصي تعلیمي ادارو احتجاجي لاریون
تم شئ

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG