د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما د کندز پېښې څېړنه کوي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر یوناما وايي چې د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ولسي تلفاتو په اړه راپورونو ته په جدي کتنه لګیا دي.

یوناما ویلي چې په سیمه کې د بشري حقونو د څارنې ډله حقايق راغونډوي. د دشت ارچي ولسوال نصرالدین سعدي مشال راډیو ته وویل چې پرون غرمه د دفټانو په سیمه کې د اخندزاده پر مدرسې چې د "بګړیو تړلو" مراسم په‌کې روان وو، د افغانستان د هوايي ځواکونو په بمبارۍ کې ښايي ۱۵۰ تنه وژل شوي او زخمیان شوي وي.

د دشت ارچي د ولسوال په وینا، په تلفاتو کې وسله‌وال طالبان او ملکي خلک شامل دي. خو په کندز کې د پامیر د۲۰مې فرقې چارواکو ویلي چې د حملې په ځای کې د وسله‌والو طالبانو غونډه روانه وه چې د کویټې شورا غړي هم ورغلي ول. یوشمېر عامو خلکو چې د کندز ځايي روغتون ته یې د پېښې ټپیان رسولي هم مشال راډیو ته ویلي چې برید د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې په یوه دیني مدرسه کې پر یوې غونډې شوی او په قربانیانو کې یې د ماشومانو په شمول عام خلک هم شامل دي. په دې هوايي بريد کې د تلفاتو دقیق شمېر نه‌ دی څرګند شوی.

XS
SM
MD
LG