د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملي مسلم لیګ د ترهګرۍ لسټ ته واچول شو


د امریکا بهرنيو چارو وزارت په یوخ خپاره کړي بیان کې ویلي چې د پاکستان دوې ډلې ملي مسلم لیګ او تحریک ازادي کشمیر يې په دغه هېواد کې له وړاندې له فعالې ترهګرې ډلې لشکرې طیبه سره يوځای کړي دي او د دوی نومونه يې هم د بهرنيو ترهګرو ډلو په لسټ کې شامل کړي دي.

د ګل په ورځ د امریکا بهرنيو چارو وزارت لخوا جاري شوي د دغه بیان تر مخه د دې نوي اعلان هدف لشکرې طیبه ډله د نورو ترهګر بریدونو د ترسره کولو او پلانولو لپاره د مالي وسایلو له راغونډولو بې برخې کول دي.

بیان زیاتوي د دې نویو اقداماتو په نتيجه کې به دا هم وشي چې د لشکرې طیبه ډلې هغه ټولې مالي اثاثې او جایدادونه به وتړل شي چې د امریکا تر اختيار لاندې راځي. او په امریکا کې به په عمومي توګه اوسېدونکي له دې ډلو سره د پيسو له راکړې ورکړې څخه ودرول شي.

د امریکا په بهرنيو چارو دفتر کې د ترهګرۍ مخنیوي سلاکار په دغه اړه په خپل بیان کې ویلي دي، ''د ننني دغه ګام مقصد د لشکرې طیبه ډلې هغه ټول کوششونه درول دي چې هدف یې خپلځان له بندېزونو ژغورل دی. نوموړي وايي ولس دې په دې پوه شي چې لشکرې طیبه یوه ترهګره ډله ده. دوی که ځان ته هر نوم ورکوي بیا به هم یوه خونړۍ ترهګره ډله وي. امریکا د دې خبرې یقیني کولو لپاره د هغه ټولو ګامونو مرسته کوي چې دغه ترهګره ډله تر هغو هېڅ ډول سیاسي ډله جوړه نه کړي تر څو چې يې خپل خونړي ترهګر فعالیتونه پرېښي نه وي.''

په ۱۹۸۰ز کال کې جوړې شوې ترهګرې ډلې لشکرې طیبه تور دی چې په ۲۰۰۸ز کال يې د هند په ممبۍ ښار کې ترهګر بریدونه ترسره کړي وو. په هغو بریدونو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي ول چې پکې شپږ امریکایان هم شامل ول.

د امریکا بهرنيو چارو وزارت په ۲۰۰۱ ز کال لشکرې طیبه د بهرنيو ترهګرو ډلو په فهرست کې شامل کړه او د دې ګوند مشر حافظ سعید يې هم د نړیوالو ترهګرو په لسټ کې واچولو.

په تېرو څو کلونو کې بیا لشکرې طیبه له نړیوالو بندېزونو د خپلځان ساتنې لپاره څو ځلي خپل نومونه بدل کړي.

په د ۲۰۱۷ز کال په جنورۍ کې دغه ګوند خپل فعالیتونه د تحریک ازادي کشمیر په نامه پیل کړل او په دغه نامه يې ترهګرو فعالیتونو ته دوام ورکړو.

د ۲۰۱۷ کال په اګست کې بیا د لشکر طیبه مشر حافظ سعید د ملي مسلم لیګ په نامه یو سیاسي ګوند اعلان کړ او د دغه ګوند کسانو په ښکاره په انتخابي جلسو کې د حافظ سعید په حق کې بېنرې نیولې وې او کتابچې يې هم وېشلې.

د امریکا خارجه وزارت لخوا له نننيو ګامونو سره سم د امریکا خزانې محکمې د ملي مسلم لیګ اووه مهم مشران د لشکرې طیبه ترهګرې ډلې لپاره کار کونکیو په توګه نومولي. په دغه مشرانو کې سیف الله خالد، مزمل اقبال هاشمي، محمد حارث ډار، تابش قیوم، فیاض احمد، فیصل ندیم او محمد احسان شامل دي.

د امریکا خارجه دفتر په تازه اعلان کې امریکايي ولس او نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړل شوی چې تحریک ازادي کشمیر او ملي مسلم لیګ د لشکرې طیبه نوي نومونه دي او د دغه اعلان مقصد داسې ترهګر ګوندونه او خلک نړۍ ته ښودل دي.

XS
SM
MD
LG