د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شريف او لور یې د درغليوو په اړه پوښتنې ځواب کړي


د پاکستان ليری شوی وزيراعظم، نوازشريف او د هغه لور مريم نوازشريف د اپرېل په دوهمه په اسلام اباد کې احتساب عدالت ته وړاندې شول.

د ۲۰۱۷ کال په می مياشت کې د پاکستان سپريم کورټ د استخباراتي ادارو او احتساب ادارې په غړو مشتمل يو شريک تحقیقاتي ټېم جوړ کړی وو او ترې غوښتې يې وو چې په بهر کې د نوازشريف اثاثو په اړه څېړنې وکړي.

خو نوازشريف پرون په اسلام اباد کې د دغه مشترکه تحقیقاتي ډلې تر پوښتنو ځوابولو وروسته خبريالانو ته وويل چې د یوې روپۍ درغلي پرې نه ده ثابته شوې: ((يو څو کسان دي چې غواړي مسلم لېګ (ن) راتلونکې انتخابات وبايلي. خو زه دوی ته ووايم چې دا د سينټ ټاکنې نه دي. تاسي د دې عوامي طوفان مخه نه شئ نيولی. پر ما هيڅ ثابت نه شول. تحقیقاتي ډلې چې زما پر ضد کومې چالاکيانې وکړي، هغه اوس خلکو ته ښکاره دي.))

مسلم لېګ فکر کوي چې پر عدلیې د نيوکو کولو سره د خلکو همدردي او مينه خپلولی شي.
سجاد نصير

د پاکستان سپريم کورټ د تېر کال په جولايي مياشت کې نوازشريف د پاناما کېس اورېدنې پر مهال د درغلېوو په مقدمه کې د وزيراعظمۍ له چوکۍ ليري او نا اهل اعلان کړ. پر هغه تور وو چې د زوی په کمپنۍ کې مقرره تنخا يې د انتخاباتو کمېشن ته نه وه ښودلې. خو نوموړی دريځ لري چې دا تنخا يې اخيستې نه وه نو ځکه يې نه ده ظاهره کړې. تر دې وروسته نوازشريف او لور یې مريم نواز پر عدالتونو سختو نيوکو ته دوام ورکړی دی.

د سياسي چارو پوه، سجاد نصير مشال راډيو ته وويل پر عدالتونو د نيوکو له کبله نوازشريف نیول ګرفتاريدلی هم شي. ((نوازشريف او لور يې فکر کوي چې دوی د بايللو لپاره هيڅ نه لري. دوی ګڼي چې په خلاف به یې هيڅ شی ثابت نه شي او د عدالتونو دا کيسه به څو ورځې وروسته ختمه او دوی ازاد شي. خو زما په فکر دا ډېر زيات مثبت فکر دی. فکر نه کوم چې داسې به وشي. دا د دوی سمه ارزونه نه ده.))

XS
SM
MD
LG