د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځينو ګوندونو د پښتون ژغورنې غورځنګ پېښور جلسې ملاتړ اعلان کړ


پخوانی تصوير - منظور پښتون د کوټې په جلسه کې
پخوانی تصوير - منظور پښتون د کوټې په جلسه کې

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر محسن داوړ د اپرېل په دوهمه مشال راډيو ته وويل چې دوی د پښتنو مسلې راخيستې نو ځکه يې اکثره ګوندونه ملګرتيا کوي او ورته يې ويلي دي چې خپل غړي به د اپرېل په اتمه د پېښور جلسې ته ورلېږي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ د تحريک انصاف، مذهبي ګوندونو، پښتون ملت پالو ګوندونو او نورو ټولو سره په رابطه کې يو. خبرې مو ورسره کړې دي. دوی راته د خپل ملاتړ ډاډ راکړی دی. تاسي به وګورئ چې په پېښور کې به تاريخي جلسه کوو.))

پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنه کوي چې په کراچۍ کې د يو وزيرستاني ځوان، نقيب الله مسود پر وژنې تورن نيول شوي، د ملير پوليسو پخواني ايس ایس پي راو انور ته دې سزا ورکړل شي، قبايلي سيمې دې له ماينونو پاکې شي او هلته دې پوځي چيک پوسټونه کم شي.

پښتون ژغورنې غورځنګ داسې مسايل راخيستې چې موږ يې له تېرو کلونو راهيسې راپورته کوو. نو ځکه یې ملاتړ کوو.
اجمل اپريدی

د جماعت علمای اسلام (ف) او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پښتون ژغورنې غورځنګ د پېښور جلسې ملاتړ اعلان کړی دی. پرون د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان هم په چارسده کې د خپل ګوند غړو په غونډه کې وويل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو ملاتړ کوي.

د قبايلي سيمو د وکيلانو د ټولنې مشر رحيم شاه اپريدي مشال راډيو ته وويل چې دوی هم په دې هڅو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملګري دي.

همداراز د پښتونخوا ولسي تحريک مشر اجمل خان اپريدي پرون د مشال راډيو سره خبرو کې وويل چې دوی به هم د پښتون ژغورنې غورځنګ پېښور جلسې ته ورځي.

منظور پښتون، محسن داوړ او علي وزير
منظور پښتون، محسن داوړ او علي وزير

د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه لويه غوښتنه دا ده چې غېب کړل شوي ځوانان دې خپلو کورونه ته راستانه کړل شي. دوی د فرورۍ په لسمه په اسلام اباد کې خپل پرلت د حکومتي وعدو وروسته د يوې مياشتې لپاره وځنډاوه خو اوس وايي يو ځل بيا به اسلام اباد ته په احتجاج ځي.

خو د وزيراعظم سلاکار، اميرمقام چې پښتون ژغورنې غروځنګ سره يې هغه مهال په ليکلې بڼه د دغو غوښتنو د عملي کولو ژمنه کړې وه، د مارچ په شپږويشتمه مشال راډيو ته وويل چې دوی خپلې وعدې پوره کړې دي.

ويډيو: پښتونخوا ولسي تحریک د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ اعلان کړ

پښتونخوا ولسي تحریک د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ اعلان کړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:30 0:00

XS
SM
MD
LG