د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په اړه د افغان، پاکستاني او امريکايي چارواکو ملاقاتونه


د پاکستاني پوځ مشر، جنرل قمر جاوېد باجوه او د امريکا د بهرنيوو چارو مرستياله وزيره ايلس ويلز
د پاکستاني پوځ مشر، جنرل قمر جاوېد باجوه او د امريکا د بهرنيوو چارو مرستياله وزيره ايلس ويلز

د پاکستان بهرنيوو چارو سيکريټرې تهمينه جنجوعه په کابل کې د افغان چارواکو او د امريکې بهرنيوو چارو مرستيالې وزيرې اليس ويلز د پاکستاني پوځ مشر سره ملاقات کړی دی.

د اپرېل په دوهمه شوو دي ملاقاتونو کې د ترهګرو پر ضد په روان جنګ بحث شوی دی. د پاکستان بهرنيوو چارو سيکريټرې تهمينې جنجوعې د افغانستان بهرنيوو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزي سره ملاقات کې د طالبانو سره د سولې لپاره په جوړ شوي پلان خبرې کړې دي.

د افغانستان اجرايه رياست وياند جاويد فېصل پرون مشال راډيو ته وويل دوی دا پلان دواشنګټن او اسلام اباد سره په شريکه جوړ کړی او غواړي پاکستان پر طالبانو خپل اثر رسوخ وکاروي. ((موږ د سولې لپاره په يو عملي پلان کار کوو. غواړو چې پاکستان د دې پلان مطابق په افغانستان او سيمه کې د امن لپاره خپل کار وکړي. دې پلان کې د ترهګرۍ سره پرېکنده مبارزه او اقتصادي اړيکې پراخېدل شامل دي.))

ټاکل شوې چې د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي به د اپرېل په شپږمه نېټه د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په بلنه کابل ته ځي.

پرون د سيمې امنيت په اړه يوه بله کتنه په پينډۍ کې وشوه. د پاکستاني پوځ له خوا خپرې شوې خبرپاڼې کې ويل شوي چې جنرل قمر جاويد باجوه د جنوبي ايشيا لپاره د امريکا د بهرنيوو چارو مرستيالې وزیرې ايلس وېلز سره د اپرېل په دوهمه، خبرو کې وويل چې پاکستان د افغانستان امنيت ته ژمن دی.

د سيمه ييزو چارو پوه، اياز وزير دا کتنې ښې بولي. هغه وايي په افغانستان کې به د جګړې ختمولو لپاره د طالبانو سره مذاکرات هله يقيني شي چې ښکېل هېوادونه هم د باور پر ځای کولو لپاره په اړه سپينې خبرې وکړي.

ياده دې وي چې کابل پر اسلام اباد د طالبانو د ملاتړ تور پورې کوي خو پاکستان دا نه مني او وايي که پر دغه وسله والې ډلې کوم اثر رسوخ لري، د سولې لپاره يې کارولی شي.

XS
SM
MD
LG