د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د افغان نېشنل مارکیټ پر سر ناندری


پېښور ـ افغان حکومت وايي، په پېښور کې د افغان بلډنګ د ملکیت په سر راپورته شوې لانجه ناحقه ده او دوی به د دغې ودانۍ ملکیت هغو کسانو ته پرېنږدي چې په جعلکارۍ یې د یادې ودانۍ کاغذونه جوړ کړي او د همدې په بنیاد یې په پېښور های کورټ کې مقدمه ګټلې ده.

افغان حکومت وايي د افغانستان نیشنل مارکیټ دغه ودانۍ یې د پاکستان له جوړېدو څخه یو کال وړاندې په ۱۹۴۶ کال کې د افغان ملي بانک په واسطه اخېستې وه. سفیع الله کجوري په پېښور کې د افغانستان د ملي بانک نماینده وايي، دوی د پاکستان حکومت نه غواړي چې د یادې مسئلې په هواري کې ورسره مرسته وکړي. دی وايي حکومت دې د جعلکارانو مخنیوی وکړي.

ښاغلی کجوری زیاتوي چې که د پاکستان حکومت د جعلکارانو مخه ونه نیوله نو د اسلام اباد او کابل اړیکې پرې خرابېدلی شي.

په پېښور کې د افغان نیشنل مارکیټ سلګونه دکانونه او دفترونه لري چې د ځايي دکاندارانو په وینا په دې کې نوي په سلو کې کاروبار کونکي یې ځايي خلک او لس په سلو کې یې افغانان دي.

د ملک خان سید مومند په نوم یو دوکاندار مشال راډیو ته وویل، که د مقدمې ګټونکي مالکان د قبضې تر لاسه کولو لپاره مارکیټ ته نږدې شول نو دوی به یې سخت مقاومت وکړي. نوموړي زیاته کړه دوی له کلونو راهېسې د یاد مارکیټ دوکانداران دي او تر اوسه یې کرایه افغان حکومت ته سپاري او که چا یې د کاروبار د خرابولو کوشش وکړ نو په پراخه کچه به یې پرضد پاڅون وکړي.

سید شکیل ګیلاني د افغان حکومت لخوا مدافع وکیل ټاکل شوی څو د پېښور های کورټ وروستۍ فیصله په سپریم کورټ کې چیلنج کړي. نوموړي مشال راډیو ته وویل چې ۱۹۸۹ کال راهېسې یو ځايي تن زوار حسین په دې مارکیټ دعوه شروع کړې او وايي چې دا مارکیټ یې پلار سعادت حسین ته ورکړل شوی و. سید شکیل ګیلاني وايي حکومت دې جعلکارانو ته سزا ورکړي او د مارکیټ ملکیت دې افغان حکومت په نوم پرېږدي.

افغان حکومت د پېښور ترڅنګ په کراچۍ کې هم داسې ودانۍ لري او په اړه یې وايي چې هېڅکله به یې جعلکارانو ته ملکیت پرېنږدي.

XS
SM
MD
LG