د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د رایو ټول مرکزونه ګوګل نقشې ته اچول کېږي


د پاکستان انتخاباتو کمیسون ویلي، د راتلونکیو پارلېماني انتخاباتو پر مهال به د رایو ټول مرکزونه له ګوګل نقشې سره وتړي چې ولس په اسانه د رایو مرکزونو ته ځانونه ورسولی شي.

د کمیسون یوه چارواکي خورشید عالم په دوشنبه مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان اکثرو برخو انتخاباتي حلقې او پولینګ سټیشنونه له ګوګل نقشې سره تړل شوي خو د بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو ځینې سیمې او فاټا له دې بهیره سره تر اوسه نه دي تړل شوي چې زر به وتړل شي.

خورشید عالم وايي د ټولو سیمو خلک د انټرنیټ او د موبایل اپلیکیشنونو له لارې د خپلې حلقې په اړه معلومات ترلاسه کولی شي.

په پاکستان کې سیاسي ګوندونو د الیکشن کمیشن د دې اقدام هرکلی کړی او ګڼي چې د جدیدو وسایلو په استعمال سره به خلک په اسانه د رایو ورکولو مرکزونو ته ځانونه ورسولی شي.

د انتخاباتو د کمیسون په دې پرېکړه ځیني اعتراضات هم شته د نثار مومند په نوم یو قبایلي تن مشال راډیو ته وویل د فاټا په زیاتو برخو کې خلک د انټرنیټ سهولت نه لري او یا هم انټرنیټ پکې ډېر کمزوری دی نو ښايي خلک به د ګوګل نقشې په مرسته د رایو مرکزونو ته ځانونه ونه رسولی شي.

په پاکستان کې راتلونکې پارلیماني ټولټاکنې د جولای په ۱۵ مه نېټه ترسره کېدونکي دي.

XS
SM
MD
LG