د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: ملالې یوسفزۍ د سوات له مشرانو سره وکتل


ملاله یوسفزۍ د سوات له مشرانو سره
ملاله یوسفزۍ د سوات له مشرانو سره

اسلام اباد ـ د سولې نوبل جايزه ګټونکې ملالې يوسفزۍ د خالي پر ماښام په اسلام اباد کې د سوات له مشرانو سره په ملاقات کې ويلي دي چې سواتيانو د امن لپاره ډيري قرباني ورکړي دي.

ملاله یوسفزۍ د سوات مشرانو سره
ملاله یوسفزۍ د سوات مشرانو سره

ملالۍ يوسفزۍ دا څرګندونې په اسلام اباد کې د سوات سياسي، سماجي، د جرګې مشرانو، ليکوالانو او شاعرانو سره د ليدني پرمهال کړي. ملالۍ وويل چې په سوات کې به تعليم لپاره هلې ځلې جاري ساتي.

(( زه د سوات ټولو خلکو ته وایم چې تاسو ډېر زړور خلک یئ،تاسو د ډېرو سختو نه تېر شوي یئ، خو اوس دا هرڅه تېر شوي او تاسو په اتحاد او اتفاق کې ژوند کوئ نو دا د ډېرې خوشالۍ خبره ده. ))

ملاله یوسفزۍ د سوات مشرانو سره
ملاله یوسفزۍ د سوات مشرانو سره

ملالې یوسفزۍ دا هم وویل چې د تېرو سختیو خبرې باید اوس هېرې او د تاریخ برخه وګرځول شي خو هغه په دې خوشاله ده چې په سوات کې د تعلیم لپاره هلې ځلې روانې دي او هغه ګڼي چې د پښتنو د ځوان نسل سباوون به روښانه وي.

ملاله یوسفزۍ د سوات مشرانو سره
ملاله یوسفزۍ د سوات مشرانو سره

ملاله یوسفزۍ څه باندې پنځه کاله وروسته له برتانیا څخه په څلور ورځني سفر پاکستان ته ورغلې او هلته یې د وزیراعظم تر څنګ له یو شمېر نورو چارواکو او فعالانو سره لیده کاته کړي دي. ملاله د خالي په ورځ سوات ته هم تللې وه. هغې هلته په خپل کور کې یو څه وخت تېر کړی او بیا یې هلته له خپلو ملګرو او د سکول له استادانو سره هم ليده کاته کړي دي.

XS
SM
MD
LG