د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د ملالې مخالفت ولې؟


په داسې حال کې چې د تعلیم مبارزه ملاله یوسفزۍ پینځه نیم کاله وروستو د پاکستان په سفر ده او د هېواد سیاسي او ولسي مشرانو او د حقونو دفاع کوونکیو ورته هرکلی ویلې دی ــ داسې ښکاري چې په پاکستان کې ځینې خلک د هغې په ورتګ خوشاله نه دي.

د پاکستان شخصي سکولونو اتحادیې مشر کاشف میرزا په لاهور کې خبریالانو ته د وینا په وخت تور پورې کړی چې د ملالې په کتاب کې د نظریه پاکستان پرضد خبرې شوي دي نو ځکه د هغوی اتحادیه د ملالې ستنېدنه غندي.

کاشف میرزا هغه کس دی چې د ملالې د کتاب په ځواب کې يې د 'ای اېم ناټ' ملاله په نوم کتاب هم لیکلی دی.

په پاکستان کې د ملالې مخالفت ولې کېږي؟ په دغه اړه د سیاسي چارو شنونکی افراسیاب خټک وايي، په پاکستان کې یو ذهنیت موجود دی چې د ریاستي بیانیې بغیر بل هېڅ فکر یا خبره نه مني.

د اوس چې موږ په کوم پاکستان کې ژوند کوو دا هغه پاکستان دی چې د جنرال ضیاالحق له مارشل لا وروستو جوړ شوی دی او په کوم کې چې مذهبي سختدریځي یوه ریاستي پالیسي ده، یو ذهنیت دی. چېرته یو قسم له هر هغه شی، چې هغه د نوي ژوند او یوې نوې دنیا ښکارندوی وي نو پر هغه باندی الزام لګي، هغه باندې فتوا لګي او بد رد ورته ویل کېږي.

په پېښور پوهنتون کې د سیاسي علومو د زده کړو څانګې استاده ډاکټر نورین نصیر وايي ــ وسله والو ډېر سکولونه د پښتنو په سیمو کې وران کړي دي او ملاله په هغه وخت کې د دې پرضد اواز پورته کولو کله چې ټول خلک چپه خوله وو.

نوموړې زیاتوي ــ کېدای شي ځینې خلک دا نه غواړي چې زموږ نوي نسلونه زده کړې وکړي نو ځکه پر ملالې تورونه پورې کوي.

د ملاله اواز یوازې د تعلیم لپاره نه دی بلکې هغې خو وسله وال هم چیلنج کړي دي او ریاستي مفکوره هم. نو پنجاب نه چې کوم اوازونه راواچتېږي نو موږ ته پکې تعصب هم احساسېږي.

د پاکستان شخصي سکولونو د اتحادیې مشر کاشف میرزا وخت په وخت د میډیا سره په مرکو کې دا هم ویلي چې ملاله د اسلام او نظریه پاکستان مخالفه ده. خو ایا د جینکو تعلیم لپاره مبارزه د اسلام خلاف عمل دی؟ په دغه اړه د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز وايي

په اسلام کې خو دا تصور هم نشته چې څوک دې بې علمه پاتې شي. نو ریښتیا هم چې د جینکو تعلیم ډېر مهم دی او دا تعلیم زموږ د مذهبي او معاشرتي قدرونو په چوکاټ کې دننه پکار دی. که ملاله وي او که هر څوک وي خو چې د تعلیم د ودې لپاره مبارزه کوي نو موږ له يې ستاینه پکار ده.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د شخصي سکولونو د اتحادیې له خوا په پنجاب صوبه کې د ملاله یوسفزۍ په کتاب بندېزونه هم عملي شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ملالې کتاب د نړۍ په یوشمیر هېوادونو کې د سکولونو د نصاب برخه ده.

XS
SM
MD
LG