د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزيراعظم خاقان عباسي به د اپریل په شپږمه نېټه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي بلنه کابل ته سفر وکړي.

د افغانستان د اجراييه ریاست وياند جاوید فیصل نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل افغان چارواکي به د پاکستان له وزیراعظم سره د افغان سولې سربېره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې اترې ولري. نوموړي وویل چې په دغه خبرو کې به د پاکستان له لوري د کړیو ژمنو پر عملي کولو او په افغانستان او سیمه کې به د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره پر ګډ کار ټینګار وشي.

جاوید فیصل دا هم وویل چې په دغه خبرو کې به مهم ټکی دا وي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځ ته شي خو د نوموړي په وینا دا به هله کېږي چې پاکستان په خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياند نن د زیارت په ورځ په اسلام اباد کې یوې اونيزې خبري غونډې ته ويلي چې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي به ډېر ژر د افغانستان سفر کوي. د بهرنيو چارو وزرات وياند ډاکټر محمد فيصل وويل چې د وزيراعظم سفر په افغانستان کې د روغي جوړي بهير د تسلسل برخه ده. ده وويل چې پاکستان تل د افغان ولس او حکومت په مشرۍ کې د سولې خبرو اترو ملاتړ کړی دی.

بلخوا د افغانستان جمهوري ریاست ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي چې کابل ته د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي په دغه سفر کې به دواړه خواوې د ترهګرۍ ضد مبارزې او افغانستان او سیمې ته د سولې په راوستو کې له یو بل سره پر همکارۍ ټینګار وکړل شي.

د افغانستان مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم سار کابل ته د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي سفر د دواړو هېوادونو په ګټه وباله او زیاته یې کړه که پاکستان د غه چانس باید و نه وبایلي ځکه چې نړۍ او امریکاد ترهګرۍ ضد جګړه کې د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده او دا به پر دغه هېواد فشار لا هم زیات کړي.

دوې اوونۍ مخکې د افغانستان ولسمشر په کابل کې د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار ناصر جنجوعه سره د کتنې په مهال د پاکستان وزيراعظم ته د کابل د سفر بلنه ورکړه.

XS
SM
MD
LG