د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا کانګرس یو پلاوی کابل ته تللی دی


د امریکا ګانګرس یو پلاوی کابل ته تللی او له ولسمشر محمد اشرف غني سره‌یې کتلي دي.

ولسمشر غني په خپل ټویټر لیکلي چې د دغه پلاوي مشري ننسي پلوسي کوي او په بېلابېلو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړي دي.

انتخابات، سوله، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، اقتصادي پرمختګ او په سوله کې د ښځو ونډه هغه مهم مسایل دي چې د ولسمشر غني او د دغه امریکايي پلاوي ترمنځ پرې خبرې شوې دي.

کابل ته د دغه پلاوي له راتګ سره هم-مهاله د افغان حکومت اجرائیه ریاست ویلي چې د اپرېل د میاشتې پر شپږمه نېټه به د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي هم کابل ته راشي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې افغان چارواکي به د پاکستان له وزیراعظم سره د افغان سولې سربېره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې اترې ولري.

د پاکستان وزیراعظم د ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه کابل ته سفر کوي.

XS
SM
MD
LG