د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هلمند ځوانانو پرلت له حکومته د اوربند غوښتنه وکړه


د هلمند ځوانان او ښځې چې د تېرې اوونۍ د خونړي ځانمرګي برید په ویر او غم کې چې ګڼ ولسي وګړي يې ووژل، کېږدۍ درولي دي او له حکومته د نصرت عملیاتو درولو غوښتنه وکړه.

د چارشنبې په ورځ هم دغه کېږدیو ته سلګونه کسان چې ښځې او نارینه دي، ورغلل او یوځل بیا يې له طالبانو وغوښتل چې له حکومت سره بې له قید او شرطه سولې ته کښېني.

نن یوشمېر نورې ښځې د خپلو وژل شویو اولادونو له عکسونو سره د پرلت کېږدیو ته ورغلې او له طالبانو سره‌ یې پر سوله ټنګار وکړ.

د ازادي راډيو خبریال الیاس داعي په دې اړه راپور چمتو کړی.

د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00

XS
SM
MD
LG