د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننکرهار: د کورنيو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو


په ننګرهار کې د صنایعو او معدنونو څانګه په رسمي توګه پرانيستل شوه او تر څنګ یې د وطني مصنوعاتو درې ورځنی نندارتون هم پرانيستل شو چې خوراکي او غير خوراکي توکي په کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د وطني مصنوعاتو دا درې ورځنې نندارتون د جلال اباد په شیرزي لوبغالی کې د سېشنبې په ورځ پرانیستل شو چې ډول ډول خوراکي، تعمیراتي او د کورني استعمال توکي په کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو رييس شيرعلم امله وال وايي چې د نندارتون له پرانیستې يې موخه دا ده چې خلک د وطني مصنوعاتو استعمال ته تشویق کړي:

''د ننني نندارتون د جوړېدو موخه دا ده چې د خپلو کورنيو تولیداتو څخه ملاتړ، بازار موندنه، د صنعتکارو تشویق او هڅونه ده او ولس د کورنيو توليداتو سره اشنا کول دي.''

​د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په دولتي ادارو او ننګرهاریانو غږ وکړ چې د خپلو وطني مصنوعاتو په استعمال سره د خپل هېواد اقتصاد پیاوړي کړي:

''زموږ هیڅ دولتي اداره حق نه لري چې خارجي تولیدات استعمال کړي او د ننګرهار له ولس نه مې هم هيله دا ده چې د خپلو هېوادوالو په زیار او زحمت او د هغوی د لاسونو په تڼاکو او زموږ د صنعتکارانو په پانګونه چې دلته په هېواد کې جوړ شوي، په هغه اافتخار وکړو او استعمال يې کړو.''

اوس مهال د ننګرهار په شيخ مصري صنعتي پارک ۴۲ کارخانې فعالې دي چې ډول ډول خوراکي او غير خوراکي توکي توليدوي. د ننګرهار د صنایعو او معدنونو خونې مشر حاجي تورملنګ د ننګرهار له چارواکو غوښتنه وکړه چې په شيخ مصري صنعتي پارک کې دوی ته ډاډمن امنیت تامين کړي:

''په ننګرهار کې موږ يو صنعتي پارک په شيخ مصري کې لرو چې ۴۲ فابريکې په کې فعالې دي، د شلو او دېرشو فابريکو ساختماني چارې روانې دي، موږ دوه نورو امنیتي پوستو ته ضرورت لرو چې د پارک امنيت خوندي شي. سرمایه داران او فابریکه لرونکي به پانګونې ته تشویق شي.''

د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي وايي چې په شيخ مصري پارک کې به د دوی د غوښتنې سره سم دوه امنیتي پوستې نورې هم ځای په ځای کړي:
''شېخ مصري کې چې موږ درې امنیتي پوستې ایجاد کړي، له دې سره ډېر سهولتونه راغلي، د دوی د تشویق لپاره به موږ دوه پوستې نورې هم ایجاد کړو او که زموږ د دفتر سرباز يې په کار شي او حتی زما پیرې ته هم اړتیا وي، زه به ټوپک واخلم او د دوی پيره به کوم.''

د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو رياست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ۲۸۱ کارخانې فعالې دي چې ۱۲۰۰۰ کسان په کې په کار بوخت دي او زیاتوي چې ډېر ژر به د حصارشاهي صنعتي پارک چې زیربينايي کارونه يې ترسره شوي، څلوېښت میګاواټه لمريزه برېښنا چې تر کار لاندې ده تکمیل شي او هلته هم درې سوه کارخانې فعالې کړي.

XS
SM
MD
LG