د ارزګان ولایت سیمهییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې یې د افغان او بهرنیو ځواکونو لهخوا د نصرت په نوم روانو عملیاتو کې وسلهوال طالبان درې کېلو متره په شا تمبولي او سیمې یې ورڅخه نیولې دي.
د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال رحمتالله صدیقي مشال راډيو ته وویل چې د یادو عملیاتو پر مهال ۳۰ وسلهوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
ګڼې سیمې له وسلهوالو طالبانو تصفیه شوي.
بلخوا بیا یوې دولتي باوري سرچینې د نوم نهښودلو په شرط ازادي
راډيو ته وویل چې د یادو عملیاتو پر مهال ۸ افغان سرتېرو ته هم مرګ
ژوبله اوښتې.
له دې سره دغلته د سیمې خلک هم ډېر خوښ دي، خو له دولته د مرستو غوښتنه کوي.
د وسلهوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي مشال راډيو ته په یوه استولي برښنا لیک کې ویلي چې دغلتهیې د افغان پوځ روان عملیات په شا تمبولي او ګڼ شمېر افغان سرتېرو تهیې مرګ ژوبله اړولې.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې له تېرو پنځو ورځو راهیسې افغان او بهرنیو ځواکونو د نصرت په نوم پوځي عملیات د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په موخه پیل کړي دي.
په ارزګان ولایت کې د مشال راډيو خبریال شریفالله شرافت د جګړې لومړۍ کرښې ته تللی، بشپړ راپور یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: