د افغانستان او ازبکستان ولسمشرانو هیله څرګنده کړې چې د تاشقند ننۍ غونډه به د افغانستان د سولې لپاره ښې نتیجې ولري.
ولسمشر اشرف غني او د هغه ازبک سیال شوکت میرضیاییف د دوشنبې په ورځ په تاشقند کې له دغه نړیوال کانفرنس یوه ورځ مخکې خپلو کې وکتل.
د ولسمشر غني د ویاندوی دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي بیګاه مشال ریډیو ته وویل چې د دواړو هېوادونو مشرانو د تاشقند نړیوال کانفرانس په شمول د افغانستان او ازبکستان تر منځ په بېلابېلو برخو کې په همکاریو خبرې وکړې.
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ټامس شېنن چې په تاشقند کانفرنس کې دګډون لپاره ازبکستان ته تللی، پرون یې د دې هېواد له ولسمشر شوکت میرضیاییف سره کتلي دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو خواوو په دې ملاقات کې په دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې او نړۍ په مسلو خبرې کړې دي.
شېنن له خپل ازبک سیال عبدالعزیز کاملوف سره هم لیدلي دي.
د افغانستان په اړه د تاشقند په کانفرانس کې چې نن کېږي، د امریکا، یورپي ټولنې، پاکستان، ایران، روس او منځنۍ ایشیا د هیوادونو په شمول د شلو هیوادونو او نړیوالو تنظیمونو استازي برخه اخلي.