د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تېټر نړيواله ورځ او پښتانه مينه وال یې


کندهار کې اداکاران خپل هنر ښيي
کندهار کې اداکاران خپل هنر ښيي

د مارچ اوه ويشتمه په نړۍ کې د تېټر د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. د تېټر يا د خلکو په وړاندې پر سټېج د اداکارۍ هنر نړيواله اداره له ۱۹۶۲ کال راهیسې د ملګرو ملتونو د کلتور ادارې، يونيسکو په ملاتړ دا ورځ لمانځي.

د يادې ادارې په ويب سايټ ليکل شوې چې د دې لمانځنې موخه د هنر له لارې د خپل فکر څرګندونه، مسايلو ته د حکومتونو ورپامول او د خلکو عامه پوهاوی زياتول دي. د افغانستان په جنوب کې د کندهار فلم او نندارې په نامه اداره د ورته مقصدونو لپاره تېټر ډرامې کوي.

جاويد احمد وطنيار
جاويد احمد وطنيار

دوی د خپلو اداکارانو سره بېلابېلو ځايونو ته ځي او خلکو ته خپل هنر ښيي. دوی د نشه يي موادو پر ضد او له جګړې څخه د ځوانانو راګرځولو او داسې نورو موضوعاتو لپاره هنر کاروي.

مشر يې جاويد احمد وطنیار، مشال راډيو ته وويل کوښښ کوي چې په پښتنو کې له جنګونو د کرکې، تعليم اهميت او يو بل سره د ورورولۍ حس ژوندي ساتلو لپاره کار وکړي.

نوموړی زياتوي: ((موږ ټولنيزو ستونزو ته ګورو او د هغوی مطابق کار کوو. ډېر کار مو د تعليم په اړه دی. دا اوس اوس مو له خپل وطن څخه اروپا او نورو ملکونو ته د ځوانانو د تګ پر مسله ډرامې وکړي. هلمند او کندهار کې بېلابېلو ولسواليوو ته لاړو. کوښښ مو وکړ چې خلک غرب ته د تګ او پر لاره د ستونزو په اړه پوه کړو.))

د مشال راډيو ډېر اوريدونکي به د امان الله ناصر د غږ سره اشنا وي. هغه د پام کوه طنزيه راډيويي خپرونې تر څنګ د بلوچستان په سرښار کوټه کې له ډېرو کلونو راهيسې پر سټېج او ټيليويژن ډرامو کې برخه اخلي.

خلک ښه هنر خوښوي. دوی د تېټر او ډرامو سره مينه لري. موږ ته دومره خلک راتولېږي چې په مېدان کې ځای نه وي
امان الله ناصر

نوموړی وايي تېټر په پښتنو سيمو کې ډېر اهميت لري او خلک هغه ډرامه ډېره خوښوي چې طنز او مزاح پکې شامله وي. ((زموږ په سيمو کې بجلي نه وي چې خلک ټيليويژن وګوري. داسې خلکو ته تېټر او سټېج ډرامې د پېغام رسولو اسانه او ارزانه لار ده.))

په دې وروستيوو کې په خېبر پښتونخوا او پنجاب کې هم ځيني سټېج ډرامې کېږي چې پر ويډيو خپرونکو ويب سايټونو لکه يوټيوب يې ځيني ويډيوګانې شته دی. په دې کې ځيني وخت د ټوپکونو سربېره له تشدده ډکې مکالمې هم وي. امان الله ناصر وايي دا تېټر ډرامې تر ډېره کمرشل يا د پېسو لپاره او د پښتو فلمونو تر اغېز لاندې جوړېږي چې اکثره وخت ښه پېغام نه لري.

د هغه په وېنا په پښتنو سيمو کې له کلونو راهيسې روانو جګړو د خلکو په زړونو کې د هنر لپاره مينه کمه کړې نه ده نو ځکه بايد هنرمندان هغوی ته سم پېغام ورسوي.ناصر زياته کړه: ((پښتانه ډېر ژوندي خلک دي. د اتڼ سره مينه لري. په کورونو کې لا هم مېرمنې دريا (چمبه) وهل خوښوی. موږ ځينو ځايونو ته د تېټر ډرامو لپاره ځو. هلته خلک آن په دېوالونو راته ناست وي ځکه چې په ټاکلي ځای کې ځای نه وي.))

د پښتنو هنرمندانو په وېنا دوی ځيني تېټر ډرامې د بېلابېلو غيردولتي ادارو په مالي مرسته او ځيني په خپل لګښت کوي. له دې کبله دوی مالي ستونزې لري. يوه بله ستونزه د سخت دريځو ډلو ګواښونه دي. په دې وروستيوو کې پر ځينو سندرغاړو او اداکارانو ډزې شوي او ځيني وژل شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG