د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: پاکستان د پښته ورګیو روغتون ته د ۵ ميلونو ډالرو وسایلو مرسته وکړه


د پاکستان په جلال اباد کې د پښته ورګیو له روغتون سره د پنځه میلونو ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته وکړه. د روغتیا چارواکي وايي چېد دې وسایلو په فعالیدو سره به وکولای شي، چې د پخته ورګو هر ډول نارغۍ تداوي کړي.

په ۲۰۰۶ کال کې د پاکستان په مرسته په جلال اباد کې د پښته ورګو د یوه روغتون د جوړولو چارې پیل شوې. روغتون ته د ودانۍ د جوړولو، د طبي وسایلو او د ډاکترانو د روزلو چارې هم پاکستان منلی وې.په ۲۰۰۹ کال کې د روغتون ودانۍ جوړه شوه، خو د نامعلومو وجوهاتو له امله يې چارې نیمګړې پاتې شوې وې. اوسپاکستان د یاد روغتون لپاره د پينځه میلونو ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته وکړه.

د ننګرهار د عامې روغتیا رييسډاکتر نحیب الله کاموال وايي، تېرکال د حکومت له بودیجې څخه په یاد روغتون کې د پخته ورګو د ناروغانو د یوې برخې درملنه کېدله ، خو د طبي وسایلو د نيشتوالي له امله بشپړه درملنه نه کېدله چې د دې وسایلو له فعالیدو سره به د پخته ورګو د هر ډول ناروغۍ علاج وشي:
''موږ خوشبختانه په تېرو اتو میاشتو کې څلور زره ناروغان چې پخوا به يې په بازار او یا هم پېښور ته تلل، همدلته د وینې تصفیه کړې او بل مو په کې د نیترالوژي څانګه فعاله کړې وه چې د پخته ورګو ناروغان په کې تداوي شوي دي. اوس د دې طبي وسایلو په رارسېدو سره به زموږ د يورالوژي يا حراحي څانګه فعالېږي، زه د والي صاحب او ټولو دوستانو په همکارۍ تاسو ته ډاډ درکوم چې د پخته ورګو د تداوۍ په برخه کې به موږ هغه کارونه وکړو چې په ډېرو هېوادونو کې په تېرو دېرشو کلونو کې نه دي شوي.''


په ننګرهار کې د پاکستان کونسل عارف خان بیټني وویل، پاکستان او افغانستان ګډ کلتوري او ديني ارزښتونه لري، په کار ده چې یو بل ته لاسونه سره ورکړو:

''زموږ او ستاسو خلاصون په يوې طریقې سره هم نشته. يو خو پښتانه يوو سره، بله غټه خبره دا ده چې مسلمانان يوو، بل دا چې موږ او تاسو یو پر بل لار لرو. ستاسو لاره په ما ده او زموږلاره په تاسو ده. په کار ده چې موږ یو بل ته زړونه پاک کړو او دا بغض او کینې له زړونو وباسو.''

د ننګرهار والي محمد ګل منګل د پاکستان له دې مرستې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د یاد روغتون فعالېدل لویه لاسته راوړنه ده:

''د افغانستان د خلکو لخوا د دوست هېواد پاکستان د دغې لويې مرستې منندوی یم. او زه هیله من یم چې د دغې روغتون په فعالېدلو سره به چې دا د ټول هېواد په کچه يوه ملي شفاخانه ده، زموږ د هېوادوالو ستونزې به له دې درکه حل شي.''

د ننګرهار د روغتیا چارواکي وايي چې ټاکل شوې وه چې د یاد روغتون لپاره په پاکستان کې ۱۰۲ تنه ډاکتران وروزل شي چې ۷۵ تنه يې روزل شوي او پاتې ۲۷ به د زده کړو لپاره ډېر ژر پاکستان ته ولېږل شي او د روغتون پاتې طبي وسایل به هم ژر جلال اباد ته راورسول شي.

XS
SM
MD
LG