د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هلمند یوشمېر ځوانانو د لښکرګاه د دې وروستي برید په غم کې کېږدۍ لټولې او له وسلوالو طالبانو غواړي چې له حکومت سره خبرو ته کښېني.

په کېږدۍ کې دننه پر دوو وړو بېنرونو چې په سره رنګ لړلي دي د یوې وژل شوې ماشومي د عکس ترڅنګ لیکل شوي دي.

طالبه نور به سوله کوې!

یوشمېر ځوانانو په لښکرګاه کې د جمعې د ماښام تر خونړي برید وروسته د پېښې ځای ته نږدې په غم او ویر کې کېږدۍ درولې ده او وايې له طالبانو غواړي چي سوله وکړي او نور له تاوتریخوالي لاس واخلي.

په دغه ویر کې ناست اقبال خیبر وايي تر هغو به خېمه ټوله نه کړي چې طالبان سولي ته حاضر نه سي. له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل دوی به ډېر ژر د سلګونو مشرانو او دیني عالمانو په مرسته موسا کلا ولسوالۍ ته چې په ظاهره د وسله والو طالبانو مرکز بلل کېږي ولاړ سي او د سولي غوښتنه او منځګړیتوب به وکړي.

د جمعې شپې د موټر بم حملهپه تورټانګ سیمه کې دغازي محمد ایوب خان لوبغالي ته نږدې د غېږبازۍ (پهلوانۍ) په یوه سیالۍ کې رامنځته شوه.

حکومت په هغه پېښه کې د ۱۶ ولسي وګړو د وژل کېدو او ۵۲ نورو د ټپي کېدلو خبر ورکړی دی. تراوسه د هغه برید پړه هېچا پر غاړه نه ده اخېتې.

د خېمې ځای ته څېرمه د چاودني پر سیمه لاهم سړک په وینو لړی دی، د ډول ډول جامو ټوټې پرتې دي، او خلک بوخت دي د شاوخوا کورونو او مارکیټونو ماتې سوې دروازې او کړکۍ جوړوي.

له وسلوالو سره د سولې د خبرو پیل د غوښتنې په خاطر تر دې حرکت مخکې که څه هم دغه ډول کارونه ډېر شوي دي، خو د یوشمېر اشخاصو د مداخلې او یا له مرکز کابله دحکومتي پلاویو تر لېږلو وروسته بې نتیجې پای ته رسېدلي دي، اما د خیمې نور برخوال سفي الله څاروان او قیس هاشمي وايي، تر هغو کرار نه کښېني چې موخې ته رسېدلې نه وي.

که څه هم دروان میلادي کال په فیبروري کې افغان حکومت دکابل پروسي په اډانه کې طالبانو ته د قید او شرط پرته د سولې خبرو وړاندیز وکړ، خو لاهم ورته طالبانو هېڅ ځواب نه دی ورکړی.

دافغان حکومت دمالوماتو له مخې دامهال په ټول هېواد کې دطالبانو په شمول ۲۴ بیلا بیلي وسله والې ډلې فعالیت لري چې د حکومت پرضد یې په فعالیتونو کې تل ولسي افغانانو ته مالي او ځاني زیانونه اوړي.

راپور: الیاس داعي

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

خوست کې زده کوونکیو ته د درسي توکو وېش پیل شو
تم شئ

No media source currently available

0:00 0:01:00 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG