د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: په هدفي وژنو تورن درې کسه نيول شوي


جلال اباد کې هدفي وژونکي نیول شوي
جلال اباد کې هدفي وژونکي نیول شوي

جلال اباد - د ننګرهار چارواکي وايي چې د وسله والو مخالفینو د يوې داسې شبکې درې تنه نيولي چې د پیسو په بدل کې به يې هدفي وژنې تر سره کولې.

د ننګرهار د رسنيو دفتر د یکشنبې پر ورځ د هدفي وژنو په تور د نيول شويو هغو درېوو تنو څخه دوه تنه د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د رسنوالو پر وړاندې ودرول چې د پیسو په بدل کې به يې هدفي وژنې تر سره کولې.

په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږياڼي وويل:

(( دا درې کسان د ملي امنيت موظفينو له لورې د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې نيول شوي. د ابوبکر په نوم د وسله والو طالبانو يوه ډله ده چې دې درې تنو هغوی سره اړيکې درلودې، د هغوی لخوا به هم هدف ورکول کېدو او هم به د يوه کس په وژلو به ورته پنځوس زره افغانۍ ورکول کېدې.))

خوږیاڼی وړاندې وايي چې نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی:

(( دوی په خپلو جرمونو اعتراف کړی چې د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې لومړی څارن حميدالله، د ټرافیکو يو تن پوليس، یو تن محلي پوليس او په جلال اباد ښار کې يې يو موچي د دوی له لورې د تفنګچې د ډزو او د موټر سایکل نه په استفادي سره وژل شوي وو.))

دی وايي چې د هدفي وژنو په تور له نيول شوي کسان تر څېړنې لاندې دي او تمه څرګندوي چې د دولت د وسله والو مخالفینو د هدفي وژنو د شبکې نور غړي هم ونیول شي.

XS
SM
MD
LG