د لاسرسي ځای

تازه خبر

"خیبر پښتونخوا کې ۵۳ فیصده نجونه له تعلیمه بې برخې دي"


د ارشیف انځور

پراګ ـ د الف اعلان په نوم ادارې په خپل یو تازه راپور کې ویلي، په خیبر پښتونخوا کې حکومت د تعلیم په میدان کې ځیني پرمختګونه کړي دي خو اوس هم په سلو کې ۵۳ نجونه د زده کړو نه بې برخې دي.

د تعلیم د ودې لپاره کارکوونکې دغې ادارې یو چارواکي عمر اورکزي د خالي پر ورځ مشال رېډیو ته وویل، په ډېرو سیمو کې د نجونو لپاره مډل او هاي سکولونه نشته نو له دغه کبله هغوی تر پینځم ټولګي وروسته خپلې زده کړې پر مخ نه شي وړلی.

په کورمه کې د جینکو سکول څلور کاله وروسته پرانېستل شو

د جنرل اسمبلۍ په غونډه کې مو د جینکو په تعلیم خبرې وکړې

عمر اورکزي زیاته کړه چې د صوبې حکومت د سکول د ماشومانو په اړه کوم معلومات راټول کړي دي نو د یوې شمیرې تر مخه ۲۵ لکه ماشومان له سکولونو بهر دي خو د بلې شمیرې تر مخه دا شمېره ۱۵ لکه ده. هغه زیاته کړه چې د حکومت له خوا ځینې تعلیمي پروژې ناکامه شوي دي.

د یوې شمیرې تر مخه ۲۵ لکه ماشومان له سکولونو بهر دي خو د بلې شمیرې تر مخه دا شمېره ۱۵ لکه ده.
د الف اعلان یو چارواکی عمر اورکزی

خو د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي، تعلیم ته وده ورکول د هغوی په لومړیتوبونو کې دي او په دغه اړه يي د نویو تعلیمي ادارو جوړولو سره سره د استادانو په تربیت او د هغوی د تنخواګانو په ډېرولو پوره توجه ورکړې ده.

د الف اعلان په راپور کې ویل شوي چې د خیبر پښتونخوا شانګله، کوهستان او تور غر ضلعې د تعلیم په حواله تر ټولو ډیرې وروسته پاتې سیمې دي او په قبایلي سیمو کې ۷۵ فیصده جینکۍ له زده کړو بې برخې دي.

XS
SM
MD
LG