د دې وزارت ویاند نجیب دانش مشال راډیو ته وویل چې دا چاودنه د چاودیدونکو توکو له امله شوې چې درې تنه یې ټپیان کړي دي. ځیني عیني شاهدان وايي چې دا برید د لاسي بم په وسیله شوی دی.
د پېښې یو عیني شاهد شراف الدین شاکر هم مشال راډیو ته وویل چې درې تنه برسېرن ټپي شوي دي.
چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري نده منلې.
په کابل کې دا پرلت له څه باندې یوې اونۍ راهسې روان دی. ګډونوال وایې د ځینې نورو غوښتنو ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو ملاتړ هم کوي.