د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا سپرلیګ لوبې پیل شوې دي


پخوانی عکس
پخوانی عکس

د ۱۹م مارچ راهيسې د فاټا سپرليګ ميچونه پېل شوي چې پکې د بيلابيلو قبايلي ايجنسيو ۲۴ لوبډلې برخه اخلي.

په دې لوبډلو کې د ياسرحميد او فخرزمان په څېر د پاکستان د قومي لوبډلې پخواني او موجوده لوبغاړي هم شامل دي.

دا ميچونه په باجوړ،جمرود او پيښور په ګډون ځينو نورو سيمو کې روان دي. هر يوه لوبډله به پينځه پينځه ميچونه کوي او بيا چې د کوم لوبډلو رن رېټ يا منډو اوسط زيات وو نو هغه به مخې ته راځي او د هغو ترمنځ به بیا سيمي فاينل او فاينل ميچونه وي.

د ټورنمنټ منتظمين وايي د باران له وجې دوی د فاينل ميچ لپاره له اوسه نيټه نشي ټاکلی. د پيښور اسلاميه کالج يونيورسټۍ د کرکټ کوچ او د باجوړ زمري لوبډلې روزونکی علي هوتي وايي ډېر خوندور ټورنامنټ دی خو بيا هم ډېرې ستونزې لري:

ده وویل، “تر ټولو غټه ستونزه دا ده چې فاټا سپر ليګ ناڅاپي راجوړ کړل شوی او له وړاندې ورته هيڅ پلان نه وو نيول شوی نو همدغه وجه ده چې کوم نړيوال لوبغاړي دي هغه اوس په پاکستان سپرليګ يا نورو ټورنمنټونو کې مصروفه دي. که تاسو د هندوستان پريمر ليګ ته وګورۍ نو د هغو لپاره له وړاندې پلان نيول شوی وي او چې کله ټورنمنټ پيل شي نو لوبغاړي په نورو ځايونو کې ميچونه نلري.”

خو د فاټاسپرليګ يو منتظم او د باجوړ زمري لوبډلې مالک لالي شا بيا وايي چې په موجوده وسايلو او حالاتو کې دا هم غټه خبره ده ځکه چې له دوی سره د حکومت يا نور چا څه مرستې نشته.

نوموړی وايي ده او نورو ملګرو يې په لکونو روپۍ په دې ټورنمنټ لګولي او يوه روپۍ ګټه يې هم نشته خو يوازې د دې لپاره دا هرڅه کوي چې نړۍ ته پښتانه په سپورټس ،تعليم او نورو مثبتو کارونو وروپيژني.

ده زیاته کړه چې، “د دې ګټه زما د قام ګټه ده او هم دغه زما ګټه ده، موږ نړۍ ته ښودل غواړو چې موږ قبايل ترهګر نه يو موږ لوبغاړي لرو ،تعليميافته ځوانان لرو او موږ امن خوښونکي يو. په دې ټورنمنټ زما په لکونو روپۍ لګيدلي خو زما زوی، رور،تربور يا بل خپلوان پکې نشته. زموږ يو هدف دا هم دی چې د خلکو پام دې لور ته راوګرځو چې دلته کې امن دی او راشۍ موږ له ګراونډونه جوړ کړي.”

علي هوتي بيا وايي چې کوم نړيوال لوبغاړيد امنيتي انديښنو له وجې په فاټا کې لوبه نه کول غواړي نو د هغو لپاره ځينې ميچونه په پيښور کې ايښودل شوي دي.

علي زياتوي دوی د پيښور زلمي په ګډون نورو ټولو سپناسرز يا مرستندويه کسانو او ادارو ته وايي چې له فاټا سپر ليګ سره مرسته وکړي او دا کامياب کړي.

XS
SM
MD
LG