د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: له پوهنې رياست سره د مرستې صندوق پرانستل شو


د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ښوونځيو لپاره د سرپناه نیشتوالی، د کتابونو کمښت او د ښځینه استادانو نه شتون هغه لاملونه دي چې دوی يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ۱۳۹۷م لمريز کال د پوهنې د کیفیت د لوړلو په موخه د ملي اشر کال نومولي او له ولس نه يې غوښتنه کړې چې په دې برخه کې خپلې مالي او معنوي مرستې ونه سمپوي.

په همدې مناسبت د شنبې په ورځ د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې يوه غونډه جوړه شوې وه چې په کې د تعليم د پراختیا لپاره د بسپنې يو صندوق هم پرانستل شو.

د ننګرهار د پوهنې رييس حسیب الله شینواري وايي چې دوی په دغه ولایت کې۹۰۱ بابه ښوونځي لري چې نيمايي يې سرپنا نه لري او زده کوونکي يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي:

(( یوه ستره ستونزه په ننګرهار کې زموږ دا ده چې شاوخوا پينځه سوه ښوونځي زموږ تعمير نه لري، زده کوونکي مو تر شنه اسمان لاندې په لمر او باران کې زده کړې کوي، د درسي کتابونو کبمود هم يوه ستره ستونزه ده چې دا په ټول افغانستان کې ده خو له نيکه مرغه چې وزارت ژمنه کړې چې په روان کال کې به ټولو زده کوونکو ته پر وخت کتابونه ورورسوو. د ښځینه ښوونکو کمبود هم يوه ستره ستونزه ده چې موږ په يوولس ولسوالي کې يوه ښځينه ښوونکي هم نه لرو.))

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په خپلو خبرو کې په دولتي ادارو او خصوصي سکتور غږ وکړ د معارف د بسپنې صندوق سره مرستې وکړې:(( د معارف د پراختیا لپاره به هم خصوصي سکتور هم دولتي ادارې بسپنې ورکولو ته تشویقوو. دا بسپنه به يوازې د پيسو ورکولو پورې محدوده نه وي، یا به موږ ښوونځيو ته ودانۍ جوړوو، هر هغه څه چې زموږ په وس کې وي، دا به د معارف د پراختیا لپاره تر سره کوو.))

په ننګرهار کې د ولسي پاڅون کوونکو مشر حاجي حیات خان ژمنه وکړه د تعليم د پراختیا لپاره هر ډول مرستو ته چمتو دی:(( که ځمکې لرو، تجارت لرو، کاروبار لرو، له دې نه به موږ د خپل وس نه زیات کمک کوو، موږ په دې پوهېږو، چې معارف نه وي، ترقي نشته، ابادي نشته او سوله نشته.))

د ننګرهار د مدني ټولنو په استازيتوب ډاکټر نجیب الله صاحبزاده وویل:(( که يوه اوونۍ موږ د معارف لپاره اعلان کړو، يو ځانګړی ټيکټ جوړ کړو، له ترانسپورټ نيولي په هره برخه کې د معارف لپاره له خلکو څخه مرستې راجلب کړو.))

د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د مرستو ټولولو لپاره به د داسې ميکانيزم نه کار اخلي چې په شفافه توګه راټولې شي او په داسې ځای کې ولګول شي چې اړتيا يې وي.


XS
SM
MD
LG