د لاسرسي ځای

تازه خبر

جوزجان: افغان ځواکونو يوه فرانسوۍ داعشۍ ښځه نيولې ده


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د جوز جان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې يې يوه فرانسوۍ داعشۍ ښځه ژوندۍ نيولې ده.

ياد وزارت په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې هلته يې د تصفيوي عملياتو ترڅنګ هوايي بريدونه هم ترسره کړي چې په ترڅ کې يې شپږ داعش وسله وال وژل شوي دي.

سرچينه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې يوه داعشۍ ښځه چې د فرانسې هېواد وګړې ده، نيولې ده خو دفاع وزارت د دغې فرانسوۍ داعشۍ ښځې د نيولو د نېټې په اړه څه نه دي ويلي او نه يې په دې اړه نور جزييات ورکړي دي.

دفاع وزارت زياتوي چې دغه راز دوه موټر سايکلونه، يو کمپيوټر،درې د موبايل سېټونه او يوه اندازه نور اسناد هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د يادونې ده چې له دې مخکې هم په جوز جان کې د داعش ډلې په منځ د بهرنيو وګړیو د موجوديت په اړه خبرونه ورکړل شوي و په ځانګړې توګه د فرانسې هغو په اړه ول.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

ثمر بلور وايي د ترهګرۍ ضد به غږ پورته کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:06 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG