د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د پاکستان ورځې په مناسبت پرېډ شوی

د پاکستان حکومت، د جمعې پر ماښام د پاکستان د ورځې په مناسبت د بشري حقونو د مبارزې عاصمې جهانګیر او د کیوبا پخواني مشر فېدېل کاسترو ته تر مړینې وروسته جایزه ورکوي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، د دغه ورځې په مناسبت سهار پریډ وشو چې ځانګړی مېلمه یې د سریلانکا ولسمشر مایتریپالا سېرېسینا دی.

نوموړی دا مهال د پاکستان په سفر دی.

د مارچ د ۲۳مې په مناسبت په پرېډ کې د پاکستان ولسمشر، وزیراعظم او د درې واړه ځواکونو د مشرانو په شمول، چارواکي او ولسي وګړي موجود ول.

دولتي راډیو وايي چې ماښام به ولسمشر ممنون حسین ۱۴۱ پاکستانیو او بهرنیو وګړو ته ملکي جایزې یا انعامونه ورکوي.

په دوی کې دوو شخصیتونو، د بشري حقونو مبارزه عاصمه جهانګیر او د کیوبا پخواني مشر فېدېل کاسترو ته تر مړینې وروسته انعامونه ورکول کېږي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG