د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمد اسحاق رهګذر د بلخ نوی والي وګمارل شو


په افغانستان کې د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور وایي چې محمد اسحاق رهګذر به د بلخ لپاره د ښه خدمت جوګه شي.

نور دغه څرګندونې د بلخ لپاره د نوي والي په توګه د محمد اسحاق رهګذر د معرفي کېدو په غونډه کې وکړې.

عطا محمد نور همداراز د بلخ له خلکو غوښتنه وکړه چې له معرفي شویو سیمه‌ییزو چارواکو سره له هېڅ ډول همکاریو دریغ ونه‌کړي.

د ولسمشر محمد اشرف غني د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي بیا په خپلو خبرو کې وویل چې تغییر او تبدیل په حکومتدارۍ کې یو اصل دی.

د رحیمي په خبره د بلخ په رهبرۍ کې تغییر په هېڅ وجه د یوې ډلې او یا هم یوه فرد د منزوي کېدو معنی نه‌ لري.

XS
SM
MD
LG