د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د بزګر جشن ولمانځل شو


د نوي لمریز کال دویمه نېټه په افغانستان کې د بزګر له ورځې سره نومول شوې ده. په ننګرهار کې هم دا ورځ په يو لړ مراسیمو سره ونمانځل شوه چې ګڼو بزګرانو په کې برخه اخيستې وه.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په دې موقع په خپله وينا کې بزګرانو ته ډاډ ورکړ چې د زراعت په عصري کولو کې به پوره هلي ځلې وکړي:

(( قدرمنو بزګرانو، ستاسو زحمت د نورو د راحت او هوساینې سبب ګرځي. زه ستاسو د یوه خادم په حیث ژمنه کوم چې د کرنې د میکانیزه کولو په برخه کې به ستاسو د کرنیزو او مالداري محصولاتو د زیاتولو او پرمختګ لپاره به له هيڅ ډول زحمت او زیار څخه ځان ونه سپموم. او دلته د کرنې او مالدارۍ رياست ته سپارښتنه کوم چې په دې برخه کې خپل فعالیتونه چټک کړي.))

​د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارې رييس د زراعت په برخه کې د تېر کال د لاسته راوړنو او بزګرانو سره، د اصلاح شويو تخمونو او کېمیاوي سرو له مرستو یادونه وکړه، خو یو شمېر بزګرانو شکایت لرلو چې په تېر کال کې له دوی سره په کرنیزه برخه هيڅ ډول مرسته نه ده شوې.
د حصارک ولسوالۍ یو تن قومي مشر قوماندان زلمي په دې اړه مشال راډيو ته وویل:

(( والله کې په دې دېرش کلونو کې غنم حصارک ته تللي وي او یا دې سره تللي وي او یا دې بل کمک تللی وي، همدلته غلو خرڅ کړي دي.))

د ده د شکايت پر وړاندې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس رفیع الله رحیمزی وايي چې بزګرانو ته مرستې د يوه باصلاحته کمیسيون په موجوديت کې وېشل کېږي.

(( کومې سرې یا تخمونه چې په ولسواليو کې تقسیمېږي، په دې کې زموږ ولسوالان، د انکشافي شورا رييسان، د ولایت او ولایتي شورا استازي او د زراعت ریاستد استازو پر وړاندې ويشل کېږي. یوازې د حصارک ولسوالي ده چې نا امنه ده او قراردادي حاضر نه شو چې غنم او سرې په تظمین سره هلته ورسوي، ځکه، وېره موجوده وه چې په لاره کې به يا وسوزول شي او یا يې خلک چور کړي.))

​دی وايي چې د مرستندویه نړیوالو موسسو په مرسته يې د نورو زراعتي پرمختګونو تر څنګ په تېر يوه کال کې د ننګرهار د دوه ويشت ولسواليو بزګرانو ته دوه سوه مېټرک ټنه اصلاح شوي تخمونه، ۸۹۰ مېرمنو ته يې د سبزيجاتو باغچې او ۵۹۰مېرمنو ته يې د چرګانو فارمونه جوړ کړي دي.

د یادولو ده چې د بزګر د جشن په پای کې د زراعت ریاست اړوند د بېلابېلو څانګو کارکوونکي د ځانګړو لباسونو او کرنیزو اوزارو سره د لوژ مخې ته تېر شول او تر څنګ يې اتڼونه او ورزشي لوبې هم نندارې ته وړاندې شوې.

XS
SM
MD
LG