د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ: پېښور او اسلام اباد به پر ۲۵ مارچ پایلوبه کوي


د لاهور په قذافي سټېډیم کې بېګا د پاکستان کرکټ سوپر ليګ په دوهم سيمې پایلوبه کې پېښور زلمي و کراچۍ کینګز ته په ۱۳ رنزونو ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووتله.

فاینل مېچ به د راتلونکي اتوار په ورځ په کراچۍ کې د اسلام اباد یونایټیډ او پېښور زلمي تر منځ وي.

کراچي کنګز د سیمي فاینل په لوبه کې لومړی ټاس وګټلو او پېښور زلمي ته یې د ړومبي بېټنګ کولو بلنه ورکړه.

پېښور زلمي د شپاړسو اوورونو په لوبه کې ۱۷۰ رنزونه جوړ کړل، چې تر ټولو غوره لوبه پکې کامران اکمل وکړه او په ۲۷ بالونو یې ۷۷رنزونه جوړ کړل.

خو کراچي کنګز لوبډلې د پېښور زلمي ټاکلی هدف پوره نه کړ او په ۱۶ اوورونو کې یې ۱۵۷ منډې جوړې کړې.

د پېښور زلمي مقابله په کراچۍ کې د پاکستان سږني سپرلیګتر ټولو غوره لوبډلې اسلام اباد یونایټیډ سره ده. د پاکستان سوپر ليګ ۳۴ ميچونه وو چې د فرورۍله ۲۲ مې څخه په دوبۍ کې پېل شوي، دوه ميچونه په لاهور کې هم وشو.

پایلوبه به يې د مارچ په ۲۵ په کراچۍ کې وي. پاکستان کرکټ بورډ پي ايس ايل په ۲۰۱۵ م کال کې پېل کړی وو او دا يې درايم ځل دی. تر دې وړاندې په ترسره شوو پاکستان سوپر ليګ ټورنمنټونو کې يو پيښور زلمي او يو اسلام اباد يونايټېډ ګټلی وو.

XS
SM
MD
LG