د لاسرسي ځای

تازه خبر

عباسي: د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر ملاتړ کوو


د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وايي هيواد يې د افغانانو په مشرۍ په افغانستان کې روغې جوړې د هڅو ملاتړ کوی. په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال د شورو پر ورځ له پاکستاني وزیراعظم سره تر لېدنې ورسته،په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې له ښاغلي عباسي سره یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره په روانو هڅو او د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړیکو د بیا رغولو په ګامونه خبرې کړي.

بلخوا د مريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيتهر نيورټ د نهې پر ورځ ويلي پاکسان باندې د امريکې د پوځي امداد ودرولو وروستو دغه هېواد سم لوري ته ځينې مثبت ګامونه پورته کړي خو اوس هم بايد نور ډېر څه وکړي او د طالبانو ترڅنګ د حقاني شبکې او نورو ترهګرو پرضد اقدامات وکړي.

د پاکستان د نجکارۍ وفاقي وزير دانيال عزيز هم د شورو پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان، افغانستان او امريکا ترمنځ اړيکې سم لورې ته روانې دي: ((دا اړيکې به ورځ تر بلې ښې کېږي. پکار ده چې هغوی پاکستان ته ووايي چې دا دا خبرې دي. د پاکستان چې کوم قوانين دی نو د هغې له مخې خو پاکستان روان دی. خو حقيقت دا دی چې دا د ټولو شريکه ذمه واري ده چې پر يوبل د تورنو لګولو پرځای دا مسله هواره کړو او په دې سيمه کې امن پرځای کړو.))

بلخوا د افغانستان د ولسمشر وياند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د خبرو د اجنډا په اړه بيګا ناوخته مشال راډیو ته وویل چې له ترهګرۍ سره مبارزه، په افغانستان او سیمه کې سوله او سمیه ییزې اقتصادي همکارۍ د ټاپي پروژې له عملي کار وروسته اوس مطرح دي.

مرتضوي زیاته کړه چې هیلمن دی چې پاکستان مثبت کردار ادا کړي:((په سیمه کې اوس شرایط بدل شوي، د ډیرو هغو هیوادونو فکر د هغو ملکونو په اړه چې له ترهګرو سره مرسته کوي، بدل شوی. د امریکا د نوې ستراتیژي له اعلان سره هم د سیمې شرایط بدل شوي. موږ تمه لرو چې پاکستاني چاراواکي دغه ته وګوري او په سیمه کې یو مثبت کردار ادا کړي))

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني تیره اونۍ د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار ناصر جنجوعه سره د خبرو پر مهال د پاکستان وزيراعظم ته بلنه ورکړه چې کابل ته د خبرو لپاره ورشي. افغانستان تمه لري چې د دواړو ملکونو ترمنځ خبرې به اسلام اباد دې ته وهڅوي چې طالبان یا د سولې خبرو ته راولي یا یې مجبوره کړي چې له پاکستانه اووځي.

XS
SM
MD
LG