د لاسرسي ځای

تازه خبر

پارلېمان کې د فاټا ښځینه ونډې اپیل وفاق ته واستول شو


په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې د قبایلي سیمو ښځو ته د نمایندګۍ درخواست کونکو وکیل وايي هیله من دی چې د کېس به مثبتې نتیجې راووځي ځکه چې د پېښور های کورټ وفاقي حکومت ته نوټس جاري کړی دی.

دغه کېس چې له قبایلي سیمو دوه فعالو جینکو مهرین اپرېدی او نادیه خان په پېښور های کورټ کې دایر کړی و، وکیل فضل شاه مومند دا خبره د نهې په ورځ مشال ریډیو ته د کېس د لومړۍ اورېدنې وروسته وکړه.

(( د کېس اورېدنې پر وخت د وفاقي حکومت استازی یا ډپټي اټارني جنرل طارق منصور موجود و. هغوی وویل چې په دې اړه به له عدالت سره بحث وکړو او جاج به یې واخلو. نو نن (د شورو پر ورځ)په کېس کې مرکزي حکومت ته نوټس جاري شو او راتلونکی تاریخ چې مقرر شي نو بیا به په دې اړه اورېدنه کیږي. دا یوه ښه ابتدا وشوه چې زموږ د کېس اورېدنه پیل شوه))

یوه درخواست کونکې مهرین اپرېدی وايي اول یې اندېښنې لرلې چې چیری عدالت د کېس له اوریدنې په دې وجه انکار و نه کړي چې دا د قبایلي سیمو سره تړلې مسله ده.خو اوس خوشبینه دي چې په دې لړ کې به پرمختګ وشي.

مهرین اپرېدی د درخواست دایرولو مقصد په اړه وویل:

(( یوه ټولنه تر هغې پرمختګ نه شي کولای تر څو چې نارینه او ښځې برابر نمایندګي و نه لري. په پاکستان کې د زنانه ؤ ابادی تر ۵۱ فیصدهزیاته ده، که دوی په قامي بهیر کې شاملې نه شي نو ترقي نه شي کیدای. بیا قبایلي ښځې خو بالکل له پامه غورځول شوي دي چې په فیصله سازۍ او سیاست کې نمایندګي نه لري. د کېس دایر کولو مقصد دا و چې د فاټا ښځو ته دې په قامي اسمبلۍ کې مخصوص سیټونه ورکړل شي څنګه چې د پاکستان نورو ښځو ته دا حق حاصل دی. دې سره به دا وشي چې زموږ اواز به په قامي کچه راپوته شي او ګټه به یې د قبایلي سیمو ښځو ته ورسیږي))

د پاکستان د ایین ارټیکل ۵۱ لاندې د قامي اسمبلۍ په ۳۴۲ چوکیو کې د پاکستان د څلورو واړو صوبو د ښځو لپاره ۶۰ سیټونه مختص کړل شوي دي.

دغه شان د ایین د ارټیکل ۵۹ لاندې د سینیټ په ۱۰۴ سیټونو کې د څلورو واړو صوبو غړي باېد څلور ښځې منتخب کړي او یو ځانګړې سیټ د فیډرل کیپیټل ایریا لپاره هم ځانګړی دی. خو د فاټا ښځې نه په سینیټ او نه هم په قامي اسمبلۍ کې ځانګړې چوکۍ لري.

درخواست کونکې مهرین اپرېدی او وکیل یې وايي دا مسله له بنیادي حقونو سره تړلې ده نو امید لري چې ښې نتیجې به یې مخې ته راشي او د فاټا ښځې به هم په سیاسي بهیر کې شاملې شي.

XS
SM
MD
LG