د لاسرسي ځای

تازه خبر

جوزف ډانفورد: امریکا د اعلان شوې ستراتېژۍ په عملي کولو کې جدي ده


د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورد له افغان لوړپوړو چارواکو سره په لیدنه کې وویل چې هېواد يې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د اعلان شوې ستراتېژۍ په تطبیق او عملي کولو کې جدي دی.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډيو ته وویل چې دې لوړپوړي پوځي امریکايي چارواکي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۲۹» له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره وکتل.

د ښاغلي مینه‌پال په وینا، په دې لیدنه کې د افغانستان او سیمې د امنیت، د ترهګرۍ ضد مبارزې، د سولې پروسې او د ټاکنو د امنیت د تأمین په اړه هم بحث او خبرې وشوې.

دوا خان مینه پال
دوا خان مینه پال

نوموړي زیاته کړه:

"په دې لیدنه کې د امریکا د پوځ لوی درستیز د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې د امریکا دوامداره تعهد څرګند کړ، همداراز هغه وویل چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د اعلان شوې ستراتېژۍ په عملي کولو کې امریکا جدي ده."

په دې اړه د جمهوري ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي ډانفورد همداراز د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغان ځواکونو اتلولۍ او سرښندنې د قدر وړ وبللې او په ټینګار سره‌یې وویل چې هېواد به‌یې د نړیوال ستراتېژیک ملګري په توګه د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ وي او د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي.

د راپورونو پر اساس جنرال جوزف ډانفورد د دوشنبې په ورځ په یو رسمي سفر کابل ته رارسېدلی دی.

ښاغلي ډانفورد افغانستان ته پر لاره په الوتکه کې له ده سره ملګرو خبریالانو ته ویلي، غواړي هغه اهداف ارزیابي کړي چې په راتلونکو څو میاشتو کې د امریکا په مشرۍ ائتلاف څنګه کولای شي په جګړه کې پرمختګ وکړي.

د ډانفورد په وینا بحثونه به تر ډېره د ځواکونو پر مؤثریت متمرکز وي.

د امریکا لوی درستیز خپله دا ارزیابي د افغانستان په مأموریت کې مهمه او کلیدي وبلله.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې د حمل د میاشتې په لومړۍ نېټه په ټول افغانستان کې پراخ پوځي عملیات پیلوي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون یو شمېر غړي له نړیوالې ټولنې غواړي چې د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې د سولې د خبرو اترو تر څنګ باید په جګړه کې هم جدیت غوره کړي.

نادر خان کټوازی
نادر خان کټوازی

د دې کمېسیون غړي نادر خان کټوازي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"امریکایان باید د سیاسي خبرو اترو تر څنګ په جګړه کې هم جدیت غوره کړي د دې تر څنګ باید پر پاکستان هم خپل فشارونه زیات کړي ترڅو پاکستان مجبور کړي چې د ترورېزم له ملاتړه لاس واخلي او طالبان له افغانستان سره سولې ته اماده کړي."

دا په تېره یوه اوونۍ کې دوهم لوړپوړی امریکايي چارواکی دی چې افغانستان ته سفر کوي.

له دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس هم کابل ته راغلی وو او له لوړپوړو افغان چارواکو سره‌يې کتلي وو.

یو شمېر کارپوهان د دې سفرونو هدف د وسله‎‌والو طالبانو او نورو ډلو خلاف د جګړې په ډګر کې بریا یقیني کول او د سولې خبرو ته د طالبانو چمتو کول ګڼي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG