د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان څنګه نړيوال کپ ته تللی شي؟


د کرکټ نړيوال جام غوراواي سياليوو کې ويسټ انډيز د مارچ په يوويشتمه سکاټ لېنډ ته ماتې ورکړه. په دې توګه يې ځان تر ټولو مخکې او د ۲۰۱۹ کال نړيوال کپ ته لار وموندل. په دې سره د سکاټ لېنډ چانس ختم شو.

له دې مرحلې يوه بله لوبډله موقع لري چې نړيوال کپ ته لاړ شي. د دې يو ځای لپاره درې لوبډلې، افغانستان، زمبابوی او آيرلېنډ هيله من دي. د مشال راډيو ډېر اورېدونکي پوښتنې کوي چې افغانستان څنګه کولی شي، اوس هم نړيوال کپ ته لار پېدا کړي؟

ځواب یې داسې دی چې: که په راتلونکې لوبو کې متحده عرب امارات له زمبابوی او افغانستان له آيرلېنډ سيالۍ وګټي نو بيا به افغان لوبډله د راتلونکې کال نړيوال کپ ته پرمختګ وکړي.

خو که متحده عرب امارات لوبه وبايلي، زمبابوی مخکې ځي. همداراز که زمبابوی له متحده عرب اماراتو سيالي ونه ګټي نو دې سره د آيرلېنډ چانس هم ډېرېږي. بيا به آيرلېنډ خامخا له افغانستانه لوبه ګټي.

زمبابوی دا مهال پنځه پواينټس يا نومرې لري. که يې د متحده عرب اماراتو په وړاندې لوبه وبايلله نو هيله به یې دا وي چې د افغانستان او آيرلېنډ لوبه يا مساوي پاتې او هم بې نتیجې شي. دې کار سره به د منډو ښه اوسط له کبله نړيوال کپ ته لاړه شي.

XS
SM
MD
LG