د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې ځانمرګي برید ۲۹ تنه وژلي ۵۲ ژوبل

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي د کابل په ننني ځانوژونکې برید کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي او ۵۲ نور ژوبل دي.

داعش وسله والې ډلې ددې برید مسولیت پر غاړه اخېستی دی.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادۍ رادیو ته وویل چې چاودنه کابل پوهنتون ته نزدې د نوروز جشن لمانځلو پرمهال د خلکو په ګڼه ګوڼه کې شوې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه اعلامیه کې د کابل نننی برید غندلی دی او دا يې د بشریت ضد جنایت بللی دی.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG