د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا لوی درستیز په افغانستان کې خپل اهداف ارزیابي کوي


د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته تللی دی.

د دوشنبې په ورځ افغانستان ته د امریکا د ټولو ځواکونو د لوی درستیز د سفر هدف، د پسرلي په پیل کې چې تر ډېره په افغانستان کې د جګړې وخت ګڼل کېږي، د پوځي عملیاتو ارزونه، د نویو امریکايي سلاکارانو د کار او د افغان هوايي ځواک په اړه ډاډ ترلاسه کول ښودل شوي.

جنرال جوزف ډانفورډ افغانستان ته په لار په الوتکه کې له هغه سره ملو خبریالانو ته وویل،​ غواړي هغه اهداف و ارزوي چې په راتلونکو څو میاشتو کې د امریکا په مشرۍ ائتلاف څنګه کولای شي په جګړه کې پرمختګ وکړي؟

جوزف ډانفورد
جوزف ډانفورد

د ډانفورډ په وینا بحثونه به تر ډېره د ځواکونو پر اغېزمنولو راڅرخي.

د امریکا لوی درستیز خپله دا ارزیابي د افغانستان په ماموریت کې مهمه او کلیدي وبلله.

نوموړي له ده سره ملګرو خبریالانو ته وویل، له دې کاره‌ یې مقصد خپله ارزیابي ده چې په راتلونکو څو میاشتې کې څه ته منتظر واوسي.

جنرال جوزف ډانفورډ د ۲۰۱۳م کال د فبرورۍ له میاشتې څخه د ۲۰۱۴م کال تر اګسټ پورې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د مېشتو نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان و.

ډانفورډ د دوشنبې په ورځ افغانستان ته د سفر پر مهال همدارنګه وویل، پر دې به ډېر تمرکز واوسي، څو ډاډمنه کړي چې په افغانستان کې د ناټو اوسنی عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د اړتیا وړ کافي منابع ولري.

دا په تېره یوه اوونۍ کې د امریکا دوهم لوړ پوړی پوځي چارواکی دی چې افغانستان ته سفر کوي.

تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس افغانستان ته تللی و او دغلته‌ یې دوه ورځې تېرې کړې.

د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز په یو ناڅاپي سفر افغانستان ته تللی.

د دې سفرونو هدف د وسله ‎والو طالبانو او نورو ډلو خلاف د جګړې په ډګر کې بریا یقیني کول او د سولې خبرو ته د طالبانو چمتو کول ګڼل کېږي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس په دې اړه د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل:

"موږ یقیناً د افغانستان حکومت چې هر وخت له طالبانو سره د رسمي یا غیر رسمي خبرو لپاره ټاکي ملاتړ وکړو. موږ به د دې هڅو ملاتړ ته دوام ورکړو. که اړتیا شي، له پوځي لارو او یا له نورو تشویقي لارو به هم کار واخلو، څو طالبان د افغان حکومت سره د سولې د خبر مېز ته کېني."

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس

له یوې میاشتې ډېر وخت کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو زر تنه نوې سرتېري افغانستان ته استولي دي.

د دوی په ډله کې ۶۰۰ روزونکي او سلاکاران شامل دي چې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکوي.

د دې سرتېرو په زیاتېدو په افغانستان کې هوايي عملیات هم زیات شوي دي.

جنرال جوزف ډانفورد وايي، غواړي په دې سفر کې د هوايي ځواک د وړتیا او پیاوړتیا بهیر هم له نږدې وګوري او په اړه‌یې له چارواکو واوري.

XS
SM
MD
LG