د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمس: د افغان او پاکستاني بنديانو مسله په خبرو حلوو


زررشت شمس
زررشت شمس

په اسلام اباد کې مرستيال افغان سفير، زردشت شمس بيګا مشال راډيو ته وويل چې دوی کوښښ کوي په پاکستان کې قېد افغان بنديانو او په افغانستان کې بندي پاکستانيانو مسله د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ د خبرو له لارې حل شي.

نوموړي زياته کړه چې دوی ته ځينو خلکو خپل درخواستونه ورکړي چې دوی په کابل کې د اړونده ادارو سره شريک کړي دي. ((يو شمېر خلکو موږ سره په دې برخه کې اړيکه نېولې ده. د دوی په وېنا ځيني خپلوان يې په افغانستان کې بنديان دي. د افغانستان حالاتو ته په کتو سره دا کسان ممکن تر کومې چاودنې یا بلې ورته پښې وروسته نيول شوي وي. په راکړل شوو درخواستونو کې داسې يادونې شته دی.))

زموږ سکندر بشير له درې نيمو کلونو راهیسې په افغانستان کې لادرکه دی.
خيرالامان، صوابۍ

د مارچ په ۱۹ تاريخ په پېښور کې د خېبر پښتونخوا د بېلابېلو سيمو خلکو يوې خبري غونډه کې وويل چې په افغانستان کې د غېبو او زنداني خپلوانو لپاره يې غږ پاکستاني او افغان چارواکو دواړو ته رسولی دی خو په دې اړه ډېر پرمختګ نه دی شوی.

د چارسدې اکبر علي وويل چې له پنځو کلونو راهیسې يې زوی په کابل کې مزدوري کوله. تور پرې ولګېد چې جاسوس دی. اول يې پلچرخي زندان او بيا يې باګرام جېل ته ويوړ خو اوس یې درک نه دی معلوم. د شبقدر جاويد خان مشال راډيو ته وويل چې ورور يې کونړ کې مزدوري کوله. له شپږو کلونو راهیسې هلته وو خو بيا افغان پوليسو ونيو. وروسته چې پرې دوی خبر شول نو هغه يې پلچرخي ته لېږلی وو.

د تړونونو نشتوالی

د پاکستان او افغانستان تر منځ د بنديانو د تبادلې او زندانيانو سره د ديپلوماتو د کتلو لوظنامه نشته. زردشت شمس دا ستونزه مني خو وايي چې دوی په افغانستان کې د پاکستان چارواکو ته د خپلو بنديانو سره د ملاقاتونو سلسله برابره کړې خو اسلام اباد تر اوسه داسې نه دې کړي.

د هغه په خبره دوی تر اوسه د هغو بنديانو سره نه دې کتلي چې بغیر له شواهدو د پاکستان په جېلونو کې دي. نوموړی زیاتوي: ((څه موده مخکې په کابل کې د پاکستان سفارت چارواکو د خپلو ځينو بنديانو سره هلته کتلي دي. زنداني ته د کونسلر د رسايي تړون نه درلودل لويه ستونزه ړه. موږ دلته له پاکستاني چارواکو بيا بيا غوښتي چې په خپلو زندانونو کې په ځانګړي ډول د پنجاب په بنديخانو کې افغان قيديانو سره زموږ ملاقاتونه وکړي خو دې لړ کې ډېرې ستونزې شته دی.))

XS
SM
MD
LG