د لاسرسي ځای

تازه خبر

بخښې نړیوال سازمان: له منظور پښتین او ملګرو دې اېف ای ار واخېستل شي


کوټه: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او څنګ ته یې ناست د پښتون قامي جرګې مشر نواب ایاز خان جوګېزی. ۱۱مارچ ۲۰۱۸
کوټه: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او څنګ ته یې ناست د پښتون قامي جرګې مشر نواب ایاز خان جوګېزی. ۱۱مارچ ۲۰۱۸

د بخښې نړیوال سازمان په خپل یوه بیان کې ویلي چې پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو بشري حقونو لپاره په سوله یز ډول خپل ږغ پورته کوي، یاد سازمان د دوی د لیکنې له لوستونکیو هیله کړې چې له پاکستانیو چارواکیو دې په اردو، انګرېزي یا هم په خپله مورنۍ ژبه [پښتو] دا غوښتنې وکړي.

لومړی: پاکستان سرکار دې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتین او د هغه د ملګرو پرضد کښلې پرچۍ [اېف ای ار] یا جنايي دوسیې بیرته واخلي.

دوهم: د پښتون ژغورنې غورځنګ د بیان د ازادۍ او د سوله ییزو غونډو کولو د حق درناوی او د هغې خوندیتوب باید وکړل شي.

درېم: حکومت بیاد د بشري حقونو فعالانو ژغورنې لپاره قانون سازي وکړي او هغه قانونونه چې په دغه برخه کې خنډونه جوړوي، باید بدلونونه پکې راوړل شي.

د بخښې نړیوال سازمان لیکنه کاږي چې پاکستان د ۲۰۱۷ز کال په اکتوبر کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غړیتوب اخېستی دی او سږ کال[۲۰۱۸] کې یې له یاد سازمان سره خپل کار پيل کړ.

لیکنه زیاتوي پر دې بنیاد له پاکستانه هیله کېږي، چې په هغه هېواد کې د بشري حقونو فعالانو ژوند خوندي کړي او هغوی ته په خلاص مټ کار کولو ته پرېښودل شي.

XS
SM
MD
LG