د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلبدین حکمتیار په جلال اباد کې غونډه وکړه


د افغانستان د اسلامي ګوند مشر کلبدین حکمتیار په جلال اباد کې د يوې غونډې په ترڅ کې له حکومت نه غوښتنه وکړه چې د ولسي جرګې ټاکنې پر وخت او شفافه توګه تر سره کړي او د غونډې په ګډونوالو يې غږ وکړ چې داسې کسان انتخاب کړي چې اسلامي او افغاني ارزښتونو ته ژمن وي.

د حزب اسلامي د پلويانو دا غونډه د دوشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په فوټبال لوبغالي کې تر سره شوه چې په پر ننګرهار سربېره په کې د کونړ او لغمان ولایتونو څخه هم خلکو ګډون کړی و.
ډ حزب اسلامي مشر کلبدین حکمتیار په خپلو خبرو کې پر ولس غږ وکړ چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې داسې اشخاص وټاکي چې اسلامي او افغاني ارزښتونو ته ژمن وي:

(( له دولت غواړو چې د شفافو او عادلانه انتخابات ترسره کېدا تظمین کړي. هغه رقم انتخابات قطعاً نه منو چې اته ميليونه مهاجرین ترې محروم شي. هېواد باید په دوه سوه پنځوس ولسواليو او حوزو تقسیم شي او هره حوزه باید یو وکيل ولري. موږ به يوازې د حزبي نوماندانو ملاتړ نه کوو، بلکې د هر صالح، مومن او اسلام ته د ژمن نوماند تر شاه ودرېږو او هر اړخېره مرسته او حمایت به يې کوو.))

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د حرب اسلامي له مشر کلبدین حکمتیار هيله وکړه چې وسله وال طالبان دې د سولې بهير راوبلي:

(( له حکمتیار صاحب څخه مې هيله دا ده چې د طالبانو په ليکو کې ډېر داسې افراد شته چې د جهاد پر مهال د ده تر مشرۍ لاندې د جهاد په سنګرونو کې وو، دوی دې د خپل معنوي نفوذ او اثر نه په استفادې سره په هغوی غږ وکړي چې دولت سره د مذاکرې مېز ته کېنې او د افغانستان اسلامي جهموريت سره مشکل د سولې او مذاکرې له لارې حل کړي.))


د اسلامي اسلامي مشر حکمتیار وايي چې دوی د افغان سولې لپاره يوه طرحه جوړه کړې چې د دولت تر څنګ يې د وسله والو طالبان مشر او ایتلافي ځواکونو ته هم استولې ده:

(( ما د سولې طرحه هم د ښاغلي جمهور رييس پر وړاندې اېښې ده. هم مې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوند ته د تفصیلي لیک سره لېږلې ده. او ترې مې غوښتي چې راشئ، د دې فرصت نه استفاده وکړئ او د سولې له بهیر سره يو ځای شئ. بهرنیانو ته هم زموږ د سولې طرحه وړاندې شوې ده، په سپینه ماڼس کې هم پر مېز پرته ده، او زه هيله من يم چې هغوی به هم په دې دوه اوونيو کې خپل عکس العمل وښيي.))

ګلبدین حکمتیار په خپله وینا کې په دې خبرې ټینګار کاوه چې دوی په افغانستان کې د روان بحران د ختمولو، د جګړې د عاجل او دایمي پای ته د رسولو او د ډاډمنې سولې لپاره شفاف او عادلانه انتخابات اقتدار ته د رسېدلو يوازينۍ او سوله ییزه لاره ګڼي.

XS
SM
MD
LG