د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزیر: قبایلو کې تل امن غوښتونکي خلک په نښه شوي


د مشال مرکې پاڼې ته ښه راغلاست. دا اونۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ له یو مشر علي وزیر سره غږېدلي یو.

نوموړی یو له هغو کسانو څخه دی چې د هڅو په نتیجه کې یې قبایلي ځوانانو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د پاکستان په لر بر کې درنې جلسې او لاریونونه پیل کړي دي.

علي وزیر د جنوبي وزیرستان د مرکز واڼا اوسیدونکی دی. د ګومل یونیورسټۍ نه یې د قانون سند LLB ترلاسه کړی دی. دی وايي عملي سیاست یې په پښتون سټوډنټ فیډرېشن کې د برخې اخېستو په ترڅ کې پیل کړی و.

نوموړی وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ سره یې خپل پیوستون اعلان کړی او نن سبا یې خپل ټول خدمات د همدې غورځنګ چارو ته وقف کړي دي.

علي وزیر په دې مرکه کې په قبایلي سیمو کې د وسله والو ډلو او حکومتي پوځونو ترمنځ د جګړې پر مهال پر ولسي خلکو د شوي زور زیاتي کیسه هم کوي.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG