د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نوي دلي او اسلام اباد تعلقات ولې ساړه شوي؟


د واهګه بارډر
د واهګه بارډر

پراګ ـ د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي وايي، د هند استخباراتو له خوا د پاکستانیو ډېپلوماټانو د ځورونې تر درولو پورې خپل سفیر بېرته نوي دلي ته نه استوي.

د جمعې په ورځ په هند کې د پاکستان هايي کمشنر سهیل محمود اسلام اباد ته ستون شو. د هغه له ستنیدو څو ساعته وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت یو لوړپوړي چارواکي ایکسپریس ټریبون ورځپاڼې ته وویل چې د پاکستان های کمېشنر به په لنډه موده کې هند ته بیا لاړ نه شی.

بل پل، د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د های کمېشنر هیواد ته ستنېدل یوه د معمول معامله ګرځولې ده.

د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي د کنټرول په کرښه د ځواکونو د نښتو له کبله له وړاندې خراب دي.

د پاکستان د پوځ یو پخوانې برېګېډییر او د دفاعي چارو پوه سعد محمد خان وايي هغه فکر نه کوي چې دا اړیکي به په لنډه موده کې بیا عادي حال ته راشي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابېدو له کبله د دواړو خواو د خلکو تګ راتګ هم اغېزمن شوی دی او په اسلام اباد کې د هند سفارت هغه ۵۰۰ پاکستانیانو ته د ویزو له ورکولو انکار کړی دی چې د یکشنبې پر ورځ د نومیالي صوفي خواجه معین الدین چشتي په عرس کې د ګډون لپاره اجمیر شریف ته تلل. بل خوا پاکستان راتلونکې اونۍ په نوي دلي کې د هند په مشرۍ د تجارت د نړیوال سازمان په غیر رسمي غونډه کې د ګډون نه کولو اعلان کړی دی.

په پېښور کې د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر ډاکټر سرفراز خان وايي، پاکستان کې روان کال د انتخاباتو دی او د هیواد اقتصادي وضع هم ښه نه ده، بل خوا په هند کې د وزیراعظم مودي په مشرۍ یو سخت دریځه سیاسي ایتلاف په واک کې دی، نو داسې ښکاري چې اړیکې به نورې هم خرابې شي.

کارپوهان وايي چې د دواړو هیوادونو تر مینځ خرابې اړیکې د سیمې په امنیت خرابې اغیزې پریښودی شي. د یادونې وړ ده چې په کال دوه زره دوهم کې هم پاکستان او هندوستان خپل سفیران غوښتي وو.

XS
SM
MD
LG