د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناصر جنجوعه وايي طالبان نور د جګړې لپاره یوه پلمه هم نه لري


عبدالله عبدالله او ناصر جنجوعه
عبدالله عبدالله او ناصر جنجوعه

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه ویلي چې د افغان حکومت له خوا د سولې تر وړاندیز وروسته طالبان نور د جګړې لپاره یوه پلمه هم نه لري.

نوموړي دا خبره د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره د لیدو کتو پرمهال کړې ده.

دې مشرانو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر ښه کولو ، د افغانانو په ملکیت او مشرۍ د افغان سولې پر پروسې او د هیواد پر ختیځو ولایتونو د پاکستان د راکټ غورځولو پر مسله هم خبرې شوې دي.

په کابل کې د اجرائیه رییس له دفتر خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې ناصر جنجوعه وویل دوی افغانستان ته د سولې په برخه کې د بریاوو هیله کوي او په دې برخه کي د افغان حکومت د سولې د وروستیو هڅو ملاتړ کوي.

ناصر جنجوعه زیاته کړې چې دوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تخنیکي ټیمونو ګډ کار ته لېوال دي او هیله لري چي‌دا کار به ژر پیل شي تر‌څو د اړیکو د سمون پر وړاندې پراته خنډونه له منځه ولاړ شي.

ناصر جنجوعه د افغان حکومت له خوا وسله والو ته د وسلې د وړانیز ستاینه کړې او ویلي یې دي چې نور نو طالبان د جنګ د دوام لپاره هیڅ پلمه او بهانه نه لري.

عبدالله عبدالله له ناصر جنجوعه سره د لیدو کتو پرمهال وویل ، “ سوله د افغانستان اساسي ضرورت او غوښتنه ده او حکومت سولې ته د رسېدو لپاره وسله والو ته ښه موقع ورکړې ده چې باید ورڅخه ګټه واخستل شي”.

عبدالله عبدالله ویلي چې ترهګرې ډلې ټولې خپلې مشخصې موخې لري او د هغوی لپاره کار کوي نو په کار ده چې هیوادونه یې د خپلو هدفونو لپاره ونه کاروي.

عبدالله عبدالله زیاته کړې چې پاکستان باید یو شمېر داسې ګامونه پورته کړي چې له افغانستان سره د اړیکو ښه کولو لپاره د باور فضا رامنځ ته کړي او له دې برابرې شوې موقع ګټه واخلي.

د خبرپاڼې له مخې ، په دې غونډه کې په افغانستان کي‌ د جنګ د ردولو لپاره د افغان او پاکستاني علماؤ د یوې ګډي فتوا په اړه هم خبري وشوې.

بل پلو ناصر جنجوعه له خپل سیال حنیف اتمر سره هم لیده کاته وکړل او پر دوه اړخیزو مسلو یې خبرې اترې وکړې.

حنيف اتمر او ناصر جنجوعه
حنيف اتمر او ناصر جنجوعه

دا له هغه وروسته ده چې ناصر جنجوعه د شنبې په ورځ له یو لوړپوړي پلاوي سرهد افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر په رسمي بلنه په یو ورځني سفر کابل ته ولاړی.

ناصر جنجوعه تر دې وړاندې له افغان ولسمشر اشرف غني سره هم لیده کاته وکړل. ولسمشر غني تر ملاقات وروسته پر ټویټر پاڼه ولیکل چې پاکستاني وزیراعظم – شاهد خاقان عباسي – ته یې د کابل د سفر رسمي بلنه ورکړې ده.

ولسمشر غني ویلي چې دا به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ریاست په کچه له یو بل سره د هر اړخیزو خبرو اترو د نوي دور پیل وي.

XS
SM
MD
LG