د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر پاکستاني وزیراعظم ته د کابل د سفر بلنه ورکړې


د ولسمشر اشرف غني او وزیراعظم شاهد خاقان عباسي پخوانی عکس
د ولسمشر اشرف غني او وزیراعظم شاهد خاقان عباسي پخوانی عکس

د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي چې د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته یې رسمي بلنه ورکړې ده چې کابل ته ورشي.

ولسمشر اشرف غني دا خبره د شنبې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه له هغه وروسته لیکلې ده چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوغه سره په کابل کې لیده کاته وکړل.

ولسمشر غني ویلي چې دا به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ریاست په کچه له یو بل سره د هر اړخیزو خبرو اترو د نوي دور پیل وي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د قامي سلامتيا سلاکار ناصر جنجوعه په یو ورځني رسمي سفر د شنبې په ورځ کابل ته تللی دی.

د مشال راډیو خبریال احمد شاه اعظمي د افغان ولسمشر اشرف غني له خوا پاکستاني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته د بلنې په اړه د سیاسي چارو له کارپوه ودیر ساپي سره مرکه کړې ده.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پاکستان د افغان ولسمشر اشرف غني لخوا د افغان طالبانو سياسي حثيت منلو او دغه ډلې ته د مزاکراتو د وړاندیز هرکلی وکړ او وې ویلچې په دې لړ کې خپله مرسته کولای شي.

د اسلام اباد سټراټيژيک انسټي ټيوټ یو څېړونکی معراج الحمید ناصري د ناصر جنجوعه کابل ته سفر د پاکستان او افغانستان تر منځ د مسلو د حل کولو په لړ کې یو ښه پرمختګ بولي او وايي چې ښه نتیجې به یې مخې ته راشي.

دی وايي ، “ د افغانستان لخوا پر پاکستان چې کوم تورونه دي چې ګواکې پاکستان د وسله والو ملاتړ کوي، پر دې اکثره مسلې جوړیږي خو په تګ راتګ سره بد اعتمادي کمه شي. پر یو بل تورونه لګول کم شي او اوس چې دا نننۍ کوم تګ دی، زما په فکر د کابل د سولې پروسې کومه غونډه شوې وه، او په پاکستان کې د یوې امریکایي چارواکې د سفر پر وخت په دې حواله خبرې شوې وې ، نو زما په فکر چې دوی په خپل منځ کې داسې مشاورت کول غواړي چې دواړه په خپل اثرو رسوخ استعمالولو سره اخر طالبان دې ته مجبور کړي چې د مزاکراتو مېز ته راشي”.

خو د پاکستان پخوانی سفارتکار رستم شاه مومند په دې نظر دی چې د دغه سفر ښې نتیجې به هغه وخت تر سترګو شي چې په افغانستان کې د وسله وال یاغیتوب له منځه وړلو په لړ کې جدي ګامونه پورته شياو همکاري وشي.

نوموړی وايي د امریکا لخوا پر پاکستان وروستی فشار یو مهمه وجه ده چې اسلام اباد اوس له کابل سره د اړیکو د رغولو لپاره ګامونه پورته کوي او د ملي امنیت سلاکار افغانستان ته سفر هم د دغه کړۍ برخه ده.

نوموړي زیاته کړه چې “ له څه مودې راهیسې د امریکا لخوا پر پاکستان ډېر فشار دی چې له افغانستان سره خپلې اړیکې عادي کړي. امریکا دا ګڼي چې د افغانستان لپاره د هغوی نوې تګلاره د پاکستان له ګډونه بغیر به کامیابه نه شي. نو په پاکستان فشار ډېر دی چې له افغان حکومت سره اړیکې ښې کړي”.

د کابل او اسلام اباد چارواکو ترمنځ تازه ملاقاتونه دوه اړخيزو اړيکو ته وده ورکول او په ځانګړي توګه د افغان ولسمشر لخوا وسله والو طالبانو ته د سولې د وړاندیز سره همکاري کول دي.

پاکستان په وار وار ويلي دي چې باثباته افغانستان د دوی په ګټه دی. د کابل سفر پر مهال به ناصر جنجوعه له افغان ولسمشر اشرف غني، اجرائيه ريس عبدالله عبدالله او د ملي امنیت سلاکار حنيف اتمر سره ملاقاتونه کوي چې د سولې پروسې، دوه اړخیزه تعلقاتو او سیمه ایز امنیت باندې خبرې وکړي.

د ۲۰۱۸م کال د فرورۍ میاشتې په پای کې افغان ولسمشر اشرف غني ویلي ول چې که طالبان جنګ پریږدي او خبرو ته حاضر شي نو د سیاسي ګوند په توګه به یې وپيژني. طالبانو لا د وړاندیز رسمي ځواب نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG