د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اسی ایل: لاهور او ملتان له ټورنامنټ څخه ووتل


د پاکستان سپرلیګ په لړ کې بېګا لومړی پېښور زلمي لاهور قلندرز ته په ۷ وکټونو ماته ورکړه.

لاهور قلندرز بېټنګ وکړ او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د څلور لوبغاړو په سر ۱۷۲ منډې وکړې.

پېښور زلمي لوبډلې ټاکلی هدف په اتلس اووره کې د درو لوبغاړو په سر پوره کړ.

په دویمه لوبه کې بیا کراچۍ کنګز له اسلام اباد یونایټیډ څخه بازۍ په اوو وکټونو وګټله.

اسلام اباد یونایټېډ لومړی بېټنګ وکړ او په ۱۹ اورونو کې د ۱۲۴ منډو له جوړولو وروسته ټول اوټ شو.

کراچۍ کنګز لوبډلې ورکړی هدف په ۱۷ اورونو کې د درو لوبغاړو په سر پوره کړ او لوبه یې د ځان په نامه کړه.

په ټورنامنټ کې نن د ارام ورځ او سبا به د کراچۍ او اسلام اباد ترمنځ لوبه په دوبۍ کې ترسره کېږي. دا به په محتده عرب اماراتو کې د دې کال د پاکستان سپرلیګ وروستۍ لوبه وي او بیا به ټورنامنټ پاکستان ته منتقل شي.

د مارچ پر نولسمه به بیا هم د ارام ورځ وي خو پر ۲۰م مارچ یانې د سه شنبې په ورځ به د لاهور په قذافي سټېډیم کې پېښور زلمي له کویټه ګلېډیترز سره لوبه کوي.

په هغوی کې چې هرې لوبډلې لوبه وبایلله نو له ټورنامنټ څخه به ووځي. ورپسې بله لوبه به هم د مارچ پر ۲۱ په لاهور کې وي خو د پای لوبه یانې فاینل به د مارچ پر ۲۵مه په کراچۍ کې ترسره کېږي.

لاهور قلندرز او ملتان سلطانز د زیاتو ناکانیو له کبله له ټورنامنټ څخه وتلي دي.

XS
SM
MD
LG