د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د ورکو کسانو خپلوان هیله من کړي دي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د کوټې په جلسه کې
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د کوټې په جلسه کې

په پاکستان کې له کلونو راهسې د لادرکه پښتنو خپلوان وايي ، د پښتون ژغورنې غورځنګ له رامنځ ته کېدو سره د دوي دا هیلې هم زیاتې شوې دي چې د کورنیو ورک غړي به یې پیدا او کور ته ستانه شي.

د وزیرستان یو اوسېدونکي حضرت جمال مشال راډیو ته وویل ، د حضرت علي په نامهوراره یې له تېرو درو کالو راهسې ورک دی.

ده وویل ، په اسلام اباد کې لا درکه شوی حضرت علي شاوخوا شل کلن وو، ږېره یې درلوده او خبرې یې نشوې کولای.

حضرت جمال وویل ، د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېر ښه کار پیل کړی دی او دوي یې ملګري دي.

د شمالي وزیرستان د میرانشاه اوسېدونکي فاروق خان وویل ، د عمر دراز په نامه شاوخوا څلوېښت کلن ورور یې له ۲۰۱۲م کال راهسې ورک دی.

ده وویل ، هیله من دي چې پښتون ژغورنې غورځنګ به یې د خپل ورور د انتظار سختې ورځې پای ته ورسوي.

د جنوبي وزیرستان اوسېدونکی نصرالله مشال راډیو ته ، د جاودین په نامه خوریی یې په ۲۰۰۷م کال کې ورک شوی وو او هغه وخت یې عمر شاوخوا ۱۶ کاله وو.

نصرالله وویل ، له منظور پښتونه یې یوازېنۍ غوښتنه دا ده چې د دوي د کورنۍ غړی که مړ وي او که ژوندی خو چې را پیدا یې کړي.

د کلا سیف الله اوسېدونکي عبدالقادر وویل ، د دوي د کورنۍ یو شاوخوا ۱۹ کلن غړی ولي محمد له تېرو څلورو کالو راهسې ورک دی.

ده وویل ، له پښتون ژغورنې غورځنګ سره یې خپله مسله شریکه کړې ده او هیله لري چې هغوی به د نورو ورکو کسانو په څېر د دوي د کور غړی هم راپیدا کړي.

د سوات لمبرو بي بي وویل ، شپږ کاله وشو چې زوي او زوم یې ورک دي او دوي یې لار څاري.

نوموړې وویل ، ډېرې در بدرۍ یې تېرې کړې دي او اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ په ډاډګېرنه ډېر خوشاله او هیله من دي.

خو د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن مشر ډاکټر مهدي حسن مشال راډیو ته وویل ، پښتون ژغورنې غورځنګ به د ورکو کسانو په راپیدا کولو او خوشي کولو کې هغه وخت بریالی شي چې د ملک سیاسي ګوندونه یې تر شا ودرېږي.

ډاکټر مهدي حسن وویل ،“د ورکو کسانو مسلې ځکه تر اوسه د یو ولسي مسلې بڼه نده اخیستې چې ولس سیاسي شعور نه لري. هغوی په بشري حقونو نه دي خبر”.

د ډاکټر مهدي حسن په وینا ، د ورکو کسانو مسله د بشري حقونو یو مسله ده او په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره تحریکونه ځکه تر ډېره ندي بریالي شوي چې ولسي شوي نه دي”

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي ، په اسلام اباد کې د دوي له پرلته راهسې شاوخوا ۲۵۰ سوه ورک کړل شوي کسان خپلو کورونو ته را ستانه شوي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ چې پاکستاني حکومت ته کومې غوښتنې یښې دي په هغوي کې د ورکو کسانو راپیدا کول هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG