د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ: افغانستان ويسټ انډيز مات کړ


افغانستان د کرکټ نړیوال جام د غوراوي د سیالیو د شپږو غوره ټیمونو په پنځوس اووریزه لوبو کې لومړۍ لوبه له ویسټ انډیز وګټله. دا لوبه پرون د زمبابوې په هراری کې وشوه.

پچه يا ټاس ویسټ انډیز وګاټه او د بېټنګ پریکړه یې وکړه. ویسټ انډیز په پنځوسو اوورونو کې ۱۹۷ منډې وکړې. افغان بالرانو مجیب الرحمن په لسو اوورونو کې یوازې ۳۳ منډې وکړې او درې لوبغاړي یې اوټ کړل.

په بېټینګ کې افغان لوبغاړو د ویسټ انډیز لوبډلې له خوا ورکړل شوي هدف په ۴۸ اوور کې پوره کړ. رحمت شاه په ۱۰۹ بالونو ۶۸ منډې او محمدنبي په ۵۴ بالونو ۳۱ منډې وکړې. مجيب الرحمان ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو. هغه تر مېچ وروسته وويل: ((دا بريا دې ټول افغان ولس ته مبارکه وي. محنت مو وکړ چې ګټه مو يې ولېدله.))

افغان لوبډلې د نړیوال جام د غوراوي له مخکینیو څلورو لوبو څخه یوازې یوه وګټله خو د منډو د ښه اوسط له کبله يې د شپږو غوره لوبډلو برخې ته ځان ورساوه.

له دې شپږو لوبډلو به دوه هغه د ۲۰۱۹ کال نړيوال جام ته لار مومي. افغانستان دغه جام ته د تللو لپاره بايد پاتې دواړه لوبې د منډو په ښه اوسط وګټي. د افغانستان دوه نورې لوبې- یوه د مارچ په شلمه د راتلونکې اونۍ د سه شنبې په ورځ له متحده عربي اماراتو او بله له ایرلنډ سره د مارچ په ۲۳ مه د زیمبابوې په پلازمېنه هرارې کې کوي.

بلخوا د پاکستان سپرلېګ په شل اووريزو سياليوو کې پرون په شارجه کې پيښور زلمي کراچۍ کينګز ته په ۴۴ منډو ماتې ورکړه. پېښور زلمي په شل اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په زيان ۱۸۱ منډې وکړي. کامران اکمل د ۷۵ منډو په کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.سيال ټېم کراچۍ کينګز په ټولو شل اوورونو کې د اتوو لوبغاړو په اوټ کېدو سره ۱۳۷ منډې جوړې کړي.

د دې سېريز په يو بل مېچ کې اسلام اباد يونايټيډ کوټه ګلېډيټرز ته په شپږو ويکټو ماتې ورکړه. لومړی بېټينګ کوټه ګليډيټرز وکړ او په شل اوورونو کې يې د ۷ لوبغاړو په اوټ کې ۱۴۷ منډې جوړې کړي. اسلام اباد يونايټيد دا هدف په ۱۹ اوور کې د ۴ لوبغاړو په زيان پوره کړ. د اسلام اباد يونايټيډ جی پي ډوميني ۵۴ منډې وکړي او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

XS
SM
MD
LG